BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو اوومه ورځ: له امريکا او چين وروسته بريتانيا په درېيم نمبر ده

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption بريتانيا ټول د ۳۰ مډالونو په ګټلو سره جدول کې درېيم ځای خپل کړی

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر اتمه ورځ د امريکا، جميکا او بريتانيا منډې وهونکي د بېلابېلو واټن سياليو په سر کې وو او پورټريکو د سرو زرو لومړی مډال وګاټه.

امريکا د ۲۴ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره ټول ۶۰ مډالونه ترلاسه کړي او د جدول په سر کې ده. بلخوا چين د سرو زرو ۱۳ مډالونو په لرلو سره دوهم ځای خپل کړی دی.

د سياليو اتمه ورځ د بريتانيا لپاره ډېره ښه وه، په دې ورځ دوی اته مډالونه وګټل او اوس د ۱۰ سرو زرو مډالونو په لرلو سره په درېيم نمبر ده، جرمني څلورم او جاپان په پنځم نمبر دی.

د بريتانيا محمد فرح له لوېدو سره د ۱۰ زره متره منډې سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ. دا په اولمپيک سياليو کې د ده د سرو درېيم مډال دی.

Image copyright GETTY IMAGES

د ښځينه وو د ۱۰۰ مترو ځغاسته کې د جمېکا ايلين تهامپسن د سرو زرو مډال وګاټه.

د لامبو په سياليو کې د امریکا مشهور لامبو وهونکي مايکل فيلپس په ريو اولمپيک سياليو کې د سرو زرو پنځم مډال وګاټه. نوموړي په اولمپیک سياليو کې ټول د سرو زرو ۲۳ مډالونه ګټلي دي.

فيلپس د سرو زرو خپل وروستی مډال د ۱۰۰x۴ متره واټن لامبو سياليو کې وګاټه. په دغه سيالۍ کې بريتانيا په دوهم نمبر وه او اسټراليا د ژېړو مډال وګاټه.

د نارينه وو ټېنس انفرادي سياليو کې د ارجنټاين مارټن ډل پوټرو پايلوبې ته ورسېد چې د سرو زرو مډال ګټلو لپاره به د بريتانيا له اينډي مري سره سيالي کوي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د ايران سهرا مرادي د وزن پورته کولو برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه

د ښځينو انفرادي سياليو کې د پورټريکا مونيکا پويک اتله شوه او په دې توګه يې د خپل هېواد لپاره د سرو زرو لومړی مډال وګاټه، د سپينو زرو مډال د جرمني اينګليکي کیربر ترلاسه کړ.

د ښځينو تورې وهنې سياليو کې روسيې د سرو مډال وګاټه.

Image copyright AFP
Image caption د امريکا مايکل فېلپس په اولمپيک سياليو کې ټول ۲۸ مډالونه ګټلي دي

د وزن پورته کولو سياليو کې ايران د سرو دوهم مډال خپل کړـ د ۹۴ کیلوګرام وزن سياليو کې سهراب مرادي ګټوونکی شو. تر دې وړاندې ايران د سرو زرو يو بل مډال هم ګټلی و.

د بايسکل ځغلونې سياليو کې د بريتانيا ښځينه لوبډلې د سرو او امريګا د سپينو زرو مډال ګټلو کې بريالي شول.

د اولمپيک سياليو پر نهمه ورځ به د سرو زرو ۱۲ مډالونو لپاره سيالۍ ترسره کېږي، چې په هغو کې منډې وهل، سوک وهنه، بايسکل ځغلونه، غوټه وهل، تورې وهل، ګولف، جمناسټک، کښتۍ ځغلول، نښه ويشتل، لامبو، ټېنس او غېږې نيول شامل دي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د بريتانيا محمد فرح له لوېدو سره د ۱۰ زره متره منډې سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ. دا په اولمپيک سياليو کې د ده د سرو درېيم مډال دی.
Image copyright GETTY IMAGES

د جمېکا يوسېن بولټ، د ټرېنېډا او ټوبګو تامپسن او د بريتانيا جېمز ډسولو د نارينه وو د ۱۰۰ متره واټن ځغاستې پر مهال. په دغو سياليو کې يوسېن بولټ تر ټولو مخکې راغئ.