BBC
 شاته

ريو اولمپيک: د سعودي ښځینه منډې وهونکې تاريخ جوړ کړ

Image copyright GETTY IMAGES

کريمان ابو الجدايل د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه ده چې د اولمپيک سياليو په ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې برخه اخستې.

دغه ۲۲ کلنه منډې وهونکې چې ټول بدن يې پټ او حجاب يې اغوستی و ټاکل شوی واټن په ۶۱، ۱۴ثانيو کې وواهه خو په دې ونه توانېده چې د سياليو بل پړاو ته لار ومومي.

همدا ډول افغان منډه وهونکې چې په دغو سياليو کې يې برخه اخيستې وه هم حجاب اغوستی و او ټاکلی واټن يې په ۱۴،۰۲ ثانيو کې بشپړ کړ.

د سعودي عربستان لومړنۍ ښځينه چې په اولمپيک سياليو کې يې ګډون کړی ساره عطار وه. دې د ۲۰۱۲ کال د لندن اولمپيک د منځنۍ واټن ځغاسته کې برخه اخيستې وه.

دې هم حجاب اغوستی و، د ۸۰۰ مترو واټن يې په دوه دقيقو او ۴۴،۹۵ ثانيو کې وواهه خو تر ټولو وروسته راغله. نوموړي په دغه ځغاسته کې د سيالۍ له ګټوونکې د کېنيا جېنت جېپکوسکي څخه ۴۳ ثانيې وروسته وه.

همدا ډول اغلې اعطار به د راتلونکې يکشنبې په ورځ د ښځينه وو په مرتون سياليو کې هم برخه واخلي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د اولمپیک سیاليو د ۱۰۰ متره ښځينه ځغاستې په لومړي پړوا کې افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي هم ګډون کړی و

سعودي عربستان په ۲۰۱۲ کال کې په اولمپیک سياليو کې د ښځو پر ګډون بنديز لرې کړ، چې له هغه وروسته د دغه هېواد ځينو ښځو په دغه سياليو کې ګډون پيل کړی دی.

د لندن اولمپيک سياليو کې د دغه هېواد وجدان علي سراج عبدالرحيم شهرخاني د ۱۶ کنلۍ په عمر له حجاب پرته د جوډو په سيالیو کې ګډون کړی و.