BBC
 شاته

بریتانيا کې د مسلمانو ښځو حال

د اسلامي نړۍ ډېرو هېوادونو کې د ښځو د حالت او کړاو په اړه اندېښنې ښوول کېږي، خو خبره يوازې هلته نه ده، دلته بريتانيا کې هم د يوه راپور له مخې مسلمانې ښځې له اقتصادي پلوه تر ټولو ډېرې محرومې بلل شوې دي.

بريتانيا کې د نورو ټولو ښځو ۵ سلنې پرتله، ۱۶ سلنه مسلمانې ښځې کارونه نه لري. سياستوال وايي کارګومارونکي بايد د کارغوښتونکو نومونه لرې کړي، چې د کار کوونکو د ګومارنې پر مهال له توپيري پرېکړې او غوراوي ډډه وشي.