BBC
 شاته

نیوزیلنډ د میلې لپاره له سویلي کوریا خټې واردوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیوزلانډ چارواکي هڅه کوي د سویلي کوریا بوریونګ خټو مېلې په تقلید ورته مېله جوړه کړي.

نیوزیلنډ کې د موسیقۍ یوې مېلې لپاره له سویلي کوریا نه خټې وارد شوې دي. یو شمېر کسانو له دې کبله پرې نیوکې کړي، چې پر دغه وارد شوې خټه نژدې ۶۸ زره ډالر لګول شوې پیسې له حکومتي بودیجې ورکړل شوې دي.

خو چارواکي وايي، د مېلې ګډونوالو روغتیا ته په پام سره یې دغه اقدام کړی او د ټکټونو له پېسو به پرې راغلی لګښت پوره کړي.

پښتونخوا کې د ښایسته غواګانو مېله

عاطف اسلم د نجلۍ ژغورلو لپاره د سندرو مېله ودروله

شانګهای کې د تصویرونو مېله

د روټروا ځايي شورا مشر ټرېور ماکسویل نیوزیلنډ هیرالډ ته ویلي:

''موږ ته معلومه ده داسې یو فکر شته، چې ګواکې روټوروا کې پرېمانه خټې شته، خو موږ نه شو کولی له ځمکې زړې خټې راوباسو او پر خلکو یې وروشیندو. ښايي داسې څه په کې وي، چې بالاخره به خلک ناروغان کړي. ''

ځايي چارواکي وايي، راتلونکی ډسمبر میاشت کې به د مډټوپیا نومې دغې مېلې لپاره پنځه ټنه خټې کافي وي، چې دغه موسیقۍ مېله کې یې خلک پر مخونو موښي.

چارواکي وايي د سویلي کوریا خټې به د دغې مېلې پر میدان یوازې ۱۵ سلنه وي او نورې خاورې خټې به له یوه ځايي ګړنګه راوړل شي.

بل لور ته پر خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو له بهره د خټې واردولو پر لګښت او روغتیايي خطرونو دواړو نیوکې کړې دی.

دغه خټې د سویلي کوریا له بوریونګ سیمې نیوزلانډ ته واردیږي. دغه سیمه کې ورته نړیواله میله دود ده، چې اوس یې د نیوزلانډ چارواکي هم تقلید کول غواړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سویلي کوریا کې دغه ډول مېله دود دی او زرګونه بهرني سیلانیان په کې ګډون کوي

دغه لس ورځنۍ مېله، چې د هېواد په لوېدیځو ساحلي سیمو کې له اوسه پیل شوې، د خټې یو پراخ ټب په کې ښوول کېږي، خلک په خټو کې رغړي، منډې په کې وهي او موسیقي په کې غږول کېږي.

پروسږ کال دغسې یوه مېله کې نژدې څلور میلیونه کسانو ګډون کړی و، چې څلور سوه زره یې بهرني سیلانیان وو.