BBC
 شاته

وېنزويلا کې د حکومت ضد مظاهرې

پر لارو کوڅو د تاوتريخوالي له نورو احتجاجونو، له امنيتي سرتېرو سره نښتو او مرګژوبلې لوړېدو پر مهال وېنزوېلا د حکومت دې هڅې پر وړاندې د ۴۸ ساعتونو کاربنديز دوهمې ورځې ته ننوتلې، چې غواړي د دغه هېواد اساسي قانون کې بدلون راولي.

ولسمشر نيکولاس مدورو لا د ننګونې ټټر وهي، او په تازه دريځ کې یې د امريکا دا تدبير غندلی، چې د ده نژدې کړۍ ۱۳ جګپوړي چارواکي یې په کې په بنديزونو په نښه کړي دي. د حکومت پر ضد څلورو مياشتنيو احتجاجونو کې ۱۰۵ کسان مړه شوي دي.