BBC
 شاته

د عکسونو البوم: د لوږې لومړۍ ۱۰۰۰ ورځې

Two children dish out food د انځور حقوق UBELONG/Raul Roman

د افریقايي هېواد ګهانا په لر او بر کې د خوړو بحران دغه هېواد کې له تېرو ۱۰۰۰ ورځو راهیسې د زېږېدلیو ماشومانو ژوند تریخ کړی دی. ماهرین وايي، د ژوند دغه شپې، ورځې د یوه ماشوم لپاره ځکه ډېرې مهمې دي، چې پاتې ژوند کې یې د روغتیا، د ښوونځي زدکړو مهارت او راتلونکي کې کاري وړتیا پر همدې مهال بدن کې وده کوي. د عکاسانو او ماهرینو یوه ډله د اوبیلونګ په مرسته دغه هېواد ته تللې وه، چې د ستونزې تر شا عوامل وویني.

Grey line 2 pixels
Nana Agya Kwao stands in a field د انځور حقوق UBELONG/ Nick Parisse

نانا اګیا تر ۳۵ کلونو پورې د بزګرانو د ټولنې مشر و. خو دوه کاله مخکې یې ټولې ځمکې یوه ودانیز شرکت ته وپلورلې. پایله کې یې نژدې ټولو ځايي بزګرانو خپلې مېنې له لاسه ورکړې او اوس د کورنیو پالنې لپاره هلې، ځلې کوي. هغه نښې، نښانې، چې پخوا د ځمکو حدودو معلومولو لپاره ولاړې وې، اوس د سړک غاړې ته انبار پرتې دي.

. د انځور حقوق UBELONG/Richard Lum
Grey line 2 pixels
. د انځور حقوق UBELONG/ Nick Parisse

۴۰ کلنه کاتي وايي، چې څنګه یې دوه کلنه لور ومړه. لسیزه مخکې د هغې مېړه مړ شوی و او له هغه وروسته دا او څلور اولادونه یې ډېری مهال ځکه ناروغان وي، چې وايي تل د بانکو په نوم یو ډول خواړه خوري، چې د جوارو له خمیر او کاسا له اوړو جوړیږي. هغه وايي:

'لور مې ناروغه وه، بستره کې مې څملوله، مازدیګر سخت توپان راغی، تالانده شوه، د لور لیدو لپاره ورغلم، هغه په بستره کې مړه پرته وه، زه په دې باور یم، چې تندر هغه وژلې ده."

Grey line 2 pixels
. د انځور حقوق UBELONG/ Adam Walker

حنا ابیکاح د اوبو هغو بوشکو څنګ ته ناسته ده، چې یوه شپه مخکې یې د باران له اوبو ډکې کړې دي. حنا ښوونځي ته نه ده تللې او په کم عمرۍ کې یې د کور کارونه پیل کړي. اوس هغه د یوه کب نیونکي مېرمن ده، چې تر اونیو پورې له کوره وتلی وي. هغه وايي:

'پخلنځی مې تش پروت دی، هېڅ خواړه نه لرو. ماشومان مې هغه لږ خواړه هم نه خوري، چې لرو یې، زه د خوړو په بحران نه پوهېږم، خو دوعا کوم ماشومان مې ستر خلک شي.

Grey line 2 pixels
. د انځور حقوق UBELONG/ Raul Roman

ربیکا د خپلو ماشومانو لپاره د روغتون پر ځای د سیمې له دکانه درمل رانیسي. د کلي د نورو مېرمنو په څېر یې مېړه هم ډېره مرسته ورسره نه کوي. هغه وايي داسې کوم ځای نه ویني، چې مرسته تر لاسه کړي:

'دلته ښځې له یوې بلې سره مرسته نه کوي، دا هغه څه دي، چې موږ یې نه کوو '

Grey line 2 pixels
. د انځور حقوق UBELONG/ Joey Rosa

بیاتریک امفونفي او جوای ګلي دوې نرسانې دي، چې کاسوا کلینیک کې د ماشومانو خوارځواکي برخې کې دنده ترسره کوي. دغه سیمه کې نژدې ۳۰ زره خلک ژوند کوي، خو لږ شمېر نرسانې یې درملنې ته کار کوي. بیاتریک د اټکل له مخې وايي، چې د سیمې یوازې ۲۰ سلنه داسې ماشومان کلینکونو ته وړل کېږي، چې په سوء تغذیه مبتلا وي.

. د انځور حقوق UBELONG/Nick Parisse

هغه وايي، هغه مېرمنې، چې اولادونه یې خوارځواکي وي، له نورو سره په دې اړه نه غږیږي. دوی ته دا یو ډول شرم ښکاري. موږ د داسې ماشومانو په اړه چې په خوار ځواکۍ اخته وي، له ګاونډیانو معلومات تر لاسه کوو.

Grey line 2 pixels
. د انځور حقوق UBELONG/ Nick Parisse

کریسټي انساح د هغې ځمکې خوا کې له کشرې لور سره ولاړه ده، چې یو مهال یې په کې بزګري کوله. کله چې نانا دغه ځمکې وپلورلې اوس هغه وزګاره ده. هغه وايي خپل څلور ماشومان مې پاللای شوای، خو اوس نه خواړه شته او نه هم په کلي کې مزدوري پیدا کېږي.

Grey line 2 pixels
. د انځور حقوق UBELONG/ Nick Parisse

ماري ایسیل د ګلوکوز هغه قوطی لاس کې نیولی، چې نرسانو یې د ماشوم لپاره ورکړی و. د هغې ماشوم د زېږېدو پر مهال ډېر کوچنی و او دې نه شوای کولای خپلې شېدې ورکړي. سره له دې، چې ګلوکوز یې ورکول ماشوم یې شپږ اوونۍ وروسته ومړ، چې عمر یې یوازې دوې میاشتې و. له ځايي دود سره سم که یو ماشوم د خوارځواکۍ له کبله مري، لرې وړل کېږي. ماري او مېړه ته یې اجازه نه ورکول کېده، چې د خپل مړه زوی خښېدو کې ګډون وکړي.

دغه پروژه د واشنګټن ډي سي یوې ټولنیزې ادارې اوبیلونګ له لوري تر سره شوې.