BBC
 شاته

خوست کې د کبډۍ سیالۍ

. د انځور حقوق .

په سوېل ختیځ خوست کې د کبډي د څلورو لوبډلو ترمنځ ۷ ورځنۍ سیالۍ د انجنیر هلمند لوبډلې په اتلولۍ ګټلو پای ته ورسېدې.

انجنیر هلمند لوبډلې وکولای شول چې خوست سیټي سنټر لوبډلې ته د ۴۵ امتیازونو پروړاندې په ۵۱ نمرو ماته ورکړي.

د خوست د اولمپیک امر عزیز ملنګ وایي، چې د دغو سیالیو له جوړیدو څخه موخه د دغه ولایت لپاره د کبډي منتخبې لوبډلې غوره کول او ملي لوبډلې ته د درېیو لوبغاړو ورپیژندل وو.

لوبغاړي که څه هم د دغو سیالیو په جوړیدو خوشاله وو، خو د ځینو ستونزو یادونه یې وکړه.

د کبډي لوبې یوه لوبغاړي امرخیل وویل:

''مونږ هر کال د هېواد په کچه لاس ته راوړنې لرو، خو د کبډي مرکزي فدراسیون نه زمونږ تخنیکي وړتیاوو لوړولو ته پام کړی او نه یې مونږ ته د لوبغالي د جوړلو برخې ته. موږ اوس د فوټبال په لوبغالي کې سیالۍ او تمرینات کوو. ''

د انځور حقوق .

د خوست د اولمپیک امر عزیز ملنګ بي بي سي ته وویل:

''د دوی ستونزې مو ثبت کړي او د حل په موخه مو اړوندو ادارو ته لیږلې دي. ''

خوست کې دا مهال د لوبو او ورزش ۲۵ ادارې فعالې دي. یو شمېر لوبغاړي شکایت کوي، چې له دوی نه ډېری ادارې له کرېکټ او فوټبال پرته نورو لوبغاړو ته ډېره توجه نه کوي.