BBC
 شاته

کابل کې مظاهره چیانو د حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه وکړه

جنبش "رستاخیر تغییر" د انځور حقوق ASAR HAKIMI
Image caption مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د حکوت مشران دې له دندو استعفا وکړي.

د هغې ډلې سلګونه غړي بیا په کابل کې مظاهرو ته راووتل چې د روژې میاشتې تر خونړۍ چاودنې وروسته یې د کابل د واټونو او څلور لارو په بندولو پر حکومت فشار راوستی و.

د بدلون پاڅون غړو حکومت هماغسې د امنیت په ټینګښت کې پاته باله او خپلې مخکینۍ غوښتنې یې چې د ولسمشر او اجراییه رییس استعفی وه، بیا غبرګولې.

دوی همداراز د افغانستان له ملي شورا وغوښتل چې ولسمشر او اجراییه رییس استیضاح کړي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ په کابل کې د بدلون پاڅون تر لومړۍ مظاهرې وروسته د کابل د ګارنیزیون د مشر جنرال ګل نبي احمدزي او د کابل د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ دندې وځنډولې چې ولسمشرۍ ماڼې یې هرکلی وکړ.