BBC
 شاته

د مشال خان دوسيه د اېبټ اباد ترهګرۍ ضد محکمې ته ولېږدول شوه

مشال د انځور حقوق Facebook
Image caption مشال خان د اپرېل پر ۱۳ په پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور په تاوتریخوالي او ‌ډزو کې ووژل شو.

د پېښور سترې محکمې (های کورټ) د مردان عبدالولې خان پوهنتون د محصل مشال خان د وژنې دوسيه له مردانه د اېبټ اباد د ترهګرۍ ضد محکمې ته لېږدولې ده.

د مشال خان پلار له مردان څخه پېښور يا کومې بلې سيمې ته د دغې دوسيې د لېږد غوښتنه کړې وه.

مشال خان د اپرېل پر ۱۳ په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور په تاوتریخوالي او ‌ډزو کې وژل شوی و.

د پېښور محکمې قاضي يحيی اپريدي د ايبټ اباد د ترهګرې ضد محکمې ته د دغې دوسيې ته د لېږد امر وکړ.

د امنيتي ستونزو له کبله به اوس د اېبټ اباد د ترهګرۍ ضد قاضيان دغه دوسيه د هريپور په زندان کې اوري.

د صوبايي حکومت چارواکو د پېښور سترې محکمې ته وويل چې دوی به په لسو ورځو کې اېبټ اباد محکمې ته د دوسيې د لېږلو ټول چارې بشپړې کړي.

د عبدالولي خان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د زدکوونکي مشال خان د وژنې په تور۵۷ کسان ونیول شول چې زدکوونکي او کارکوونکي پکې دي.

د مشال خان پلار اقبال شاعر بي بي سي ته وويل، "د محکمې لخوا ايبټ اباد ته د دوسيې په لېږلو خوښ دی خو زياته يې کړه له دريو مياشتو ډېر وخت وشو او موږ لا هم په دې بوخت يوو چې دوسيه چېرته ولېږدول شې".

دی وايي، "خپل زوي يې وژل شوی خو د نوور خلکو د اولادونو د ژغورلو لپاره دغه هلې ځلې کوي".