BBC
 شاته

د ایټالیا یو ښار کډوالو ته په قانوني ډول جعلي پيسې ورکوي

Image caption کمونیستان او نور کیڼ اړخي مشران د جویوسا یونیکا دسیمې جعلي یورو خوښوي

د ایټالیا د جنوب په یوې لیرې پرتې څنډې کې، سیمه ییز هټۍ لرونکي نه یواځې دا چې په جعلي پیسو راکړه ورکړه کوي، بلکې په مثبت ډول هڅول کېږي هم.

د کالابریا د کوچني ښار د جویوسا یونیکا په سیمه کې ۷ زره خلک ژوند کوي، هلته اوس یوه ډله پناه غوښتونکي هم اوسېږي، چې بازار کې د اړتیا وړ ځینو توکو د اخیستلو لپاره، د یو کوپوني سیستم د یوې برخې په توګه ورته ساختګي یا جعلي بانکنوټونه یا "ټکټونه" ورکول کېږي.

پناه وړونکي کولای شي یواځې په همدې ښار کې د دغو پیسو په بدل کې د خپلې اړتیا وړ شیان ترلاسه کړي. سیمه ییز سوداګر هم له دې امله ګټه کوي.

پر نوټونو باندې د اروپايي معمارۍ ښکلو انځورونو پر ځاې د یوشمېر کمونستانو او کیڼ اړخو مشرانو انځورونه چاپ شوي. د لسو یورو پر جعلي نوټ د چې ګوارا انځور، د ۲۰ جعلي یورو پر مخ د هوګوچاویز او د ۵۰ جعلي یورو پرمخ باندې د کارل مارکس انځور چاپ شوی.

د نوټونو پر بل مخ باندې د ښار د پناه وړونکو د خدمتونو د چارو د مسول، جیواني مایولو، لاسلیک لیدل کېږي.

د ښار د چارواکو له نظره دا کار د ټولو په ګټه دی. پناه وړونکي د دې پیسو په مرسته خوراکي توکي اونور شیان ترلاسه کوي او هټۍ وال نوي مشتریان مومي، چې د نویو راغلیو خلکو په اړه د ترینګلتیا په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.

د دې ترڅنګ، د سیمې ښاروالۍ د هر پناه غوښتونکي په بدل کې، په روم کې له مرکزي حکومت څخه هره ورځ ۳۵ یورو ترلاسه کوي. په دې پیسو باید پناه وړونکوته هر څه برابر شي، لکه استوګنځی، خوراک، روغتیا پالنه او حتی د ایټالوۍ ژبې درسونه، د کار موندل او د پناه غوښتنې د ادارې چارو سره مرسته. له دې پیسو څخه یو څو یورو هم د جیب د خرڅ په ډول ورکول کېږي.

د ایټالوۍ ژبې درسونه یو له هغو شیانو څخه دي چې کډوالو لپاره چمتو کېږي

له اقتصادي پلوه محرومې سیمې لکه جویوسا یونیکا لپاره چې د کډوالو د ورتلو په پرتله ښايي ورڅخه خلک د وتلو لیواله وي، دا پیسې ریښتنی بدلون راوستی شي.

پخواني تش کورونه اوس د کرايې پیسې ګټي او د سیمې په هټیو او دوکانونو کې اوس خلک د پخوا په پرتله ډېرې پیسې لګوي.

که حتی کله کله له روم څخه د پیسو استول وځنډېږي هم، د جعلي پیسو په مرسته پناه غوښتونکي خوراکي توکي او د اړتیا وړ نورشیان ترلاسه کولای شي.

کله چې له مرکز څخه اصلي پیسې راورسېږي، د کډوالو د چارو چارواکي هټیوالو او دوکاندارانو ته د جعلي پیسو پر ځای اصلي یورو پیسې ورکوي.

په دې ډول د پیسو د ځنډ بار د هټیوالو پر غاړه لوېږي، هغوې په حقیقت کې د کډوالو د چارو ادارو ته پور ورکوي.

نوي کارونه

د پناه وړونکو د چارو سمبالولو په خاطر ۲۰ نوې دندې یا کارونه رامنځ ته شوي. دا ټول د ښاروال د پلان یوه برخه ده. له سیاسي پلوه، له مرکز نه کیڼ اړخ ته، ښاروال سالواتور فیودا، درې کاله پخوا ټاکل شوی و، د تګلارې یو هدف يې دا و چې په قصدي ډول دغې سیمې ته کډوال راوستل شي، نو ځکه د حکومت د هغې تګلارې سره مل شوی چې "د پناه غوښتونکو او پناه وړونکو د ساتنې" لپاره جوړه شوې، چې هره ورځ هر کډوال لپاره د ۳۵ یورو په ورکولو سره هغوی سره مرسته کوي.

ښاروال سالواتور فیودا وايي د کډوالو کوربه کېدو له امله يې خپل ښار ته اقتصادي ګټه رسولې.

Image caption د ایټالوي ژبې درسونه یو له هغو شیانو څخه دي چې کډوالو لپاره چمتو کېږي

هغه وايي: "دا ډول پروژه لکه موږ چې يې لرو، چې ۷۵ پناه وړونکو ته مو ځای ورکړی، په ټوله کې هر کال موږ ته یو ميلیون یورو راکوي،"

"دا پیسې ښار ته ورکول کېږي، نه کډوالو ته، که دا زموږ د ښار له کلنۍ بودیجې سره پرتله کړی چې نژدې ۸ ميلیونه یورو ده، وینئ چې دا زموږ لپاره د پام وړ یوه اقتصادي مرسته ده".

"دا یوه ګټوره کړۍ رامنځته کوي- د کرايې د عوایدو له پلوه، کارونه چې رامنځته کوي، او هغه پیسې چې دلته پر خوراکي شیانو لګېږي. نو دا اقتصادي ګټه راولي."

هغه وايي دا کار يې یواځې د پیسو لپاره نه دی کړی بلکې د سیمې ځوانانو لپاره یوه ګڼ کلتوریزه تجربه هم ده.

"که د جویوسا یونیکا ماشومان د بیلو رنګونو، کلتورونو او مذهبونو خلکوسره مخ شي کومه ستونزه به نه لري. هغوی به دا زده کړي وي چې مثلا په افغانستان یا هندوستان کې خلک زیاتره د کرېکټ لوبه کوي، نه فوټبال، او لیدلي به يې وي چې د کرېکټ لوبه څرنګه کېږي".

دا به په دې معنا وي چې د ایټالیا د یو لیرې پرتې جنوبي سیمې یو ماشوم به بهرنیانو سره هغسې چلند کوي لکه چې په سترو پلازمینو لکه پاریس او لندن کې لوی شوي ماشومان يې کوي.

پناه وړونکي هم خوشحاله ښکاري. د دې پر ځای چې د پناه وړونکو په سترو مرکزونو کې و اوسېږي او بې کاره وي، کولای شي دلته د کار تجربه ترلاسه کړي او د نورو پناه وړونکو سره په یوه کور کې ژوند وکړي او په خپله ځان ته خوراک پوخ کړي.

د مثال په توګه د چاپ یو سیمه ییز دوکان یو سومالیايي سړي ته لنډمهالی کار ورکړی. تر هغو چې کار موندلای شي، هغه به د ایټالیا د لیرې جنوب په دې وړوکي ښار ګوټي کې خوښ اوسېږي.