د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو لوبې وګټلې
نن شنبې (۱۳ اګست) د شپږیزې سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو او مس عینک لوبډلو سیالي سره وکړه. په بله لوبه کې آمو نهنګانو سپین غر بازانو لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.
د نننۍ شپږیزې سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو او مس عینک لوبډلو سیالي سره وکړه.
کابل لوبډلې لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله او په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړ په سوځېدو سره ۱۶۴منډې جوړې کړې. د کابل بازان لوبډلې لپاره اصغر ستانکزي ښه لوبه وکړه او ۷۰ منډې یې جوړې کړې.
د مس عینک لوبډلې برید ګر لوبغاړی نور علي ځدراڼ د لوبې پر مهال ټپي شو او له لوبې ووت، چې ورسره د دغې لوبډلې رویحه هم کمزورې شوه.
د سپین غر له خوا ټاکل شوی هدف مس عینک ته ډېر ګران شو، چې تر پایه یې پوره نشوای کړای. د مس عینک لوبډلې ټول لوبغاړي د ۹۸ منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځېدل.
چې په دې سره کابل بازانو د نن ورځې لومړۍ لوبه د ۶۶ منډو په توپیر وګټله.
د دغه ټورنمنټ یا سیالیو په بهیر کې تر ټولو ډېرې او لږ منډې د مس عینک لوبډلې کړې دي. ډېرې یې ۲۱۰ او ټیټې یې ۹۸ دي.
دویمه لوبه د آمو نهنګانو او سپین غر لوبډلو ترمنځ وه.
سپین غر لوبډلې خپله منډې جوړول پیل کړل او د دریو لوبغاړ په له لاسه ورکولو سره یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې.
شبیر نوري ۶۸ او اویس ضیا ۴۶ منډې جوړې کړې.
د آمو نهنګانو پرانیستونکو یا اوپنر لوبغاړو ښکلې لوبه نندارې ته کېښوده. جاوید احمدي ۵۷ او عثمان غني ۲۳ منډې وکړې او وسوځېدل.
خو د افسر ځاځي او سلمان بټ تیزې لوبې هم د سپین غر لوبډلې له توپ اچونکو لار ورکه کړه.
دوی د پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره د لوبغالي هرې خوا ته توپ وهنه وکړه.
آمو نهنګانو دا لوبه په اوو ویکټو وګټله. د دې لوبډلې دا درېیمه پرله پسې بریا ده. حال دا چې سپین غر لوبډلې په دې سره درې لوبې بایللې دي.
تر دې دمه د کابل بازانو لوبډلې هېڅ لوبه نه ده بایللې او د ګروپ په سر کې ځای لري او ورپسې آمو نهنګانو دویم ځای خپل کړی دی.