BBC
 شاته

آذربایجان کې خبریالانو ته وړیا اپارتمانونه ورکول کېږي

الهام علیو د انځور حقوق President.az
Image caption الهام علیو وویل، دی د خبریالانو د کار ستاینه کوي.

په ۱۸۷۵ زېږدیز کال کې د جولای پر ۲۲مه نېټه په آذري ژبه لومړنۍ ورځپاڼه، اکنچي چاپ شوه. له همدې کبله دا ورځ په آذربایجان کې د رسنیو د ملي ورځ په توګه لمانځل کېږي.

دا لمانځنه په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني ولسمشر حیدر علیو له خوا پیل شوه.

د ده زوی الهام علیو دې لړۍ ته دوام ورکړ او د ژورنالستانو لپاره یې اپارتمانونه جوړ کړل، د رسنیو د پرمختګ لپاره یې ځانګړې بودیجه وټاکله او خبریالانو ته یې ډول ډول اسانتیاوې برابرې کړې.

د پلازمېنې باکو په څنډو کې د دوو خونو وال یوه اپارتمان بیه شاوخوا پنځوس زره امریکایي ډالره ده.

د اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې ولسمشر الهام وویل، رسنۍ د ده ملګري دي، ځکه چارواکي پوهېږي چې که په دندو کې یې نیمګړتیا یا تېروتنه وي، خبریالان به یې په ارامه نه پرېږدي. خو دی په ورته وخت کې ټینګار کوي چې په آذربایجان کې د رسنیو ازادي خوندي ده او پر دوی هېڅ ډول بندیزونه نشته.

د انځور حقوق President.az
Image caption ښی لاس ته، ولسمشرالهام علیو نورې پیسې هم د اپارتمانونو د جوړولو لپاره ځانګړې کړي دي.

خو ټول په دې نظر نه دي. په امرېکا کې مېشته د رسنیو د څار اداره میډیا واچ وایي، په آذربایجان کې رسنۍ ازادې نه دي.

د رسنیو د ازادۍ په اړه د بې پولې خبریالانو په رپوټ کې هم آذربایجان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۶۲ ځای لري.

په کور د ننه رسنۍ بیا د حکومت په دې سخاوت بیل نظرونه لري. ځیني یې ستاینه کوي او وایي، حکومت په دې کار سره د رسنیو او د خبریالانو د کار درناوی کوي.

خو ځیني نور بیا په دې باور دي چې دا اپارتمانونه په اصل کې بډې دي چې د حکومت له خوا ژورنالستانو ته ورکول کېږي.

په دې ډله کې ډیری هغه خبریالان دي چې په حکومت کې د فساد په اړه رپوټونه چمتو کوي. دوی ټینګار کوي چې خبریالان دې خپل مسلک نه سپکوي او باید خپل ضمیر ته ځان ګرم نه کړي.