BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو اوومه ورځ، سنګاپور د سرو زرو لومړی مډال وګاټه

Image copyright Getty
Image caption سنګاپور د اولمپيک سياليو په تاريخ کې خپل لومړی د سرو زرو مډال وګاټه

د برازيل به ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر اوومه ورځ سنګاپور د سرو زرو لومړی مډال وګاټه. امريکا د ټولو ۵۰ مډالونو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده او چين په دوهم نمبر دی.

په ريو کې د منډې وهلو پړاو پيل شو او د لوبو پر اوومه ورځ د ښځينو ۱۰۰۰۰ متره سياليو کې يو نوی ريکارډ هم جوړ شو.

د ايتوپيا الماز ايانا ۱۹۹۳ کال کې د چين د وانګ جنشيا ټاکل شوی ريکارډ مات او د سرو زرو مډال يې ترلاسه کړ. نوموړې دغه واټن په ۲۹ دقيقو او ۴۷،۴۵ ثانيو کې وواهه چې د ۱۴ ثانيو په توپير سره نوی نړيوال ريکارډ بلل کېږي.

بل خوا د سنګاپور جوزف سکولنګ په اولمپيک سياليو کې د خپل هېواد لپاره د سرو زرو لومړني مډال په ګټلو سره نوی نړيوال ريکارډ ټينګ کړ.

ده د نړۍ د تر ټولو ډېرو سرو زرو مډالونو ګټونکي امريکايي لامبووهونکي مايکل فېلپس ته په ۱۰۰ متره واټن پتنګ لامبو کې ماته ورکړه.

Image copyright Getty
Image caption د ايتوپيا المازا ايانا د منډې وهلو په برخه کې سرو زرو مډال وګاټه او نوی نړيوال ريکارډ يې جوړ کړ

په دغه سيالۍ کې درې تنه په دوهم نمبر راغلل چې په هغو کې د مايکل فېلپس په ګډون د چاد لي کلوز او د هنګري ليسزيلوشيه شامل وو.

بلخوا د اولمپیک سیاليو د ۱۰۰ متره ښځينه ځغاستې په لومړي پړوا کې افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي ټاکلی واټن په ۱۴،۰۲ ثانيو کې وواهه او په دغه سيالۍ کې یې ۲۲ ځاي خپل کړ.

په دغه سيالۍ کې د سيرليون هفسټو کرما په لومړي مقام او د فېجي سيسيليا سيولوا په دويم مقام راغله او د لوبو بل پړاو ته یې لاره ومونده.

د امريکا ايټني راون د نارينه وو په ۵۰ متره لامبو سيالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه، نوموړی ۳۵ کاله عمر لري او د ترټولو ډېر عمر لامبو وهونکی نوی ريکارډ يې هم جوړ کړ.

Image copyright Getty

نوموړي په سډني کې د اولمپيک سيالیو پر مهال هم د سرو زرو مډال ګټلی و او په ۲۰۰۲ کال تقاعد شوی و خو اوس يو ځل بيا د امريکا د لامبو وهلو په لوبډله کې شامل شوی.

د ښځينه وو د ۵۰ متره لامبو سياليو کې د پاکستانۍ لوبډلې لامبو وهونکې ليانا سوان بل پړاو ته لار و نه مونده. نوموړې د ۸۸ کډونوالو په منځ کې په ۶۴ نمبر راغله.

د درې متره غوټې وهلو په سياليو کې د روسيې ناديزادابازهينا پښه وښوېده او بل پړاو ته په لار موندنې کاميابه نه شوه.

بلخوا د جوډو په سياليو کې د مصر لوبغاړي اسلام الشهابي خپل اسراييلي سيال ته له لاس ورکولو انکار وکړ چې له بايللو وروسته خلکو پرې ملنډې وهلې.

Image copyright Reuters

د وزن پورته کولو په سیاليو کې د ايرن کيانوش رستمي خپل پخوانی نړيوال ریکارډ مات او د سرو زرو مډال يې وګاټه. دا په روانو اولمپيک سياليو کې د ايران لومړنی د سرو زرو مډال دی.

نوموړي په ټوليز ډول د ۳۹۶ کيلوګرام وزن پورته کولو سره نوی اولمپيک نړيوال ریکارډ ټينګ کړ.

د کښتۍ ځغاستې سياليو کې بيا د چين ښځينه وو لوبډلې د سرو زرومډال وګاټه.

د نښې ويشتلو په سياليو کې د پاکستان بشير د ټوپک پر مټ د ۲۵ متره واټن په لومړي پړاو کې ۱۷ ځای خپل کړ.

د نارینه وو د جوړو ټېنس سياليو کې د اسپانيا رفايل نډال او مارک لوپيز د سرو زور مډال وګاټه. بلخوا د ښځينه وو انفرادي سياليو کې د پورټريکو، مونيکا پويک پايلوبې ته لار ومونده.

د ټېنس ښځينه سياليو کې بيا د هند ثانيه مرزا او بوپنا نيمه پايلوبې ته و رسېدې.

Image copyright Getty