BBC
 شاته

کندهار کې د تښتول شویو کسانو برخلیک

کندهار کې له حکومت سره د همکارۍ په تور د کليوالو تښتولو او وژلو ادعاوې، افغان پوليس د ورکو لټون کوي، طالبان بيا وايي مرګژوبله يې اربکيانو ته وراړولې ده.

له کندهاره راپورونه وايي افغان پوليسو د هغو دېرشو کسانو لټون پيل کړی، چې دوې ورځې مخکې یې د دتښتولو پړه پر طالب اورپکو اچول شوې وه.

راپورونو کې ويل شوي، چې د جمعې پر ورځ اويا کسان له خپل کلي تښتول شوي وو، چې اووه کسان یې پر بله ورځ د کندهار اروزګان پر لار مړه موندل شوي وو.

طالبانو بيا د خلکو تښتولو او برمته کولو خبره رد کړې او ويلي یې دي، شاوليکوټ کې یې د اربکيانو پر پوستو بریدونه کړي او مرکژوبله يې وراړولې ده.