BBC
 شاته

د هلمند اوونۍ: لومړۍ کرښه کې ژوند کول څنګه وي

د حکومت او طالبانو ترمنځ نښتو او جګړې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، خو د نښتو لومړۍ کرښه کې لا اوس هم خلک ژوند کوي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ځیني اوسېدونکي وايي د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو او نښتو ړندې ګولۍ د دوی پر کورونو ورلوېږي او مرګژوبله ورپېښوي.

د دغو پېښو قربانیان ډېر وخت ماشومان هم وي.

زموږ همکار اولیا اطرافي چې د لښکرګاه مختار سیمې ته ورغلي و وايي له دغو ټولو خطرونو سره سره ډېر خلک لا بیا هم دې سيمه کې دي او خپل وروځنی ژوند يې روان ساتلی دی.