'ننګرهار کې د خیرات او فاتحې پر مراسمو هوایي برید شوی'
د ننګرهار د هسکه مېنې ولسوالۍ کې د خیرات او فاتحې پر مراسمو هوايي بمبار شوی دی. مالومه نه ده چې برید د امریکايي ځواکونو الوتکو ترسره کړی که د افغانستان هوايي ځواک.
د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي شينواري بي بي سي ته وويل، د هسکې مېنې په مريز کنډو سیمه کې غرمه مهال په يو کور هوايي بمبار وشو.
د ده په وینا، برید له هغه وروسته وشو چې د اسلامي دولت نومې، داعش ډلې وسله والو له دغو مراسمو پر امنيتي ځواکونو ډزي وکړې.
ده بي بي سي ته وويل چې په بريد کې د داعش وسله والو د درې سرګروپانو په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
- ننګرهار کې یو افغان شاعر او ملګری یې وژل شوي
- د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوال له موټر بم چاودنې روغ وتلی
- ولسمشر غني: د داعش مشر ننګرهار کې وژل شوی
هغه وويل، په بريد کې به عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو وايي دومره نه ده.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواری وايي، د پېښې له ځایه ورته ۸ ټپيان راوړل شوي چې په کې ۳ کوچنیان، دوه مېرمنې او ۳ نارينه دي.
هغه وويل د ۳ تنو روغتيايي وضيعت ښه و او رخصت شول.
د سعيد شينواري په نوم يو تن وويل چې په پېښه کې د ده تره او د تره زوی وژل شوي او ګڼ نور خپلوان یې د خاورو لاندې شوي.
ننګرهار ولایت کې د طالبانو او په تېره بیا داعش نومې ډلې له فعالیت سره پوځي عملیاتونو زور اخیستی چې د وسله والو ترڅنګ ګڼو ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.