ملګري ملتونه: د افغان ماشومانو وضعیت نور هم خراب شوی
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسیف وايي له ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زېږدیز کلونو راهيسې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې خلکو شمېر شاوخوا ۳۹ سلنې ته لوړ شوی دی.
دغه اداره غواړي له افغان دولت سره د ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ کلونو لپاره پر خپل پروګرام بیاکتنه وکړي.
ملګري ملتونه وايي، د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې د دغه پروګرام له پیل راهیسې اقتصادي وده د دوی د تمې خلاف ټيته وه او امنيتي حالت هم خراب شوی.
په افغان حکومت کې د ملګرو ملتونو او نړيوالو کنفرانسونو د برخې مسول محمد حنیف احمدزي د دغې ادارې له خوا د چمتو شوي راپور د سپارلو پر مهال وویل د هغو ماشومانو د کورنيو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي درې سلنه ډېر شوی.
- نړۍ تر ټولو لوی 'بشري کړکېچ' سره مخامخ ده
- کمبوډیا کې د میندو د شیدو پلورلو پر سر بحثونه
- "له هرو اوو ثانیو وروسته یوه کم عمره نجلۍ ودېږي"
ښاغلی احمدزی وايي:"سروې او معلومات ښيي چې د هغو کورنيو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي شمېر يې له ۳۸.۸ سلنې ۳۹.۱ ته لوړ شوی. د هغو کورنیو شمېر چې د خوړو خونديتوب نه لري په تېره بيا د پسرلي او اوړي په موسمونو کې لوړ شوی. له ناامنيو او بیړنیو حالاتو زیانمنې شوې کورنۍ هم ډېرې شوې."
يونیسف دغه راز وايي چې د خوړو د نه خونديتوب کچه هم د پسرلي او اوړي په موسمونو کې نژدې پنځوس سلنې ته رسېدلې.
په دې ناسته کې د بشري حقونو کميسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ له یونیسیف څخه وغوښتل چې د معلولو ماشومانو حالت ته هم ځانګړی پام وکړي.
هغې وویل: "زموږ موخه هغه ماشومان دي چې ذهني معلوليت لري او نن په سړکونو بې برخليکه ګرځي یا پرې تېرې کېږي. په خواشينۍ سره چې دولت دوی ته د اوسېدو ځای او پروګرام نه لري."
یونيسیف وايي د دغې ارزونې موخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د خپلو ټاکل شویو موخو په لور د دوی د فعاليتونو ارزول دي.
- مرستندویه ټولنې- افغانستان یوازې نه پرېږدو
- ملګرو ملتو پاکستان کې ګوزڼ ضد کمپاین بند کړ
- د سوېلي سوډان ماشومان ټوپک په کتابونو بدلوي
یونیسیف د روغتیا، پوهنې، روغتیا ساتنې، د څښاک اوبو، د پوليو د له منځه وړلو او د ماشومانو د خوړو په برخه کې فعاليت کوي.
د سویلي اسیا لپاره د یونیسیف مسؤل افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې خپلې مرستې به ورسره جاري ساتي خو په همدې وخت کې يې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې داسې سیستم جوړ کړي چې د دوی مرستې ټولو ماشومانو ته ورسېږي.
ټاکل شوې دا اداره تر ۲۰۱۹ کال پورې ۳۶۰ میلیون ډالر په افغانستان کې د ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره ولګوي.