BBC
 شاته

هنرمن د مغزو عملیاتو پر مهال ګیتار غږاوه

. د انځور حقوق PTI
Image caption ابیشک پرساد د عملیات پر مېز ځان د ګیتار په غږولو بوخت وساته.

د هندوستان د بنګلور ایالت اوسېدونکي هنرمن ابیشک پرساد د مغزو د جراحي عملیاتو پر مهال ګیتار وغږاوه.

نوموړي دا کار ځکه وکړ چې د لاس د ګوتو د لړزېدا د لامل په نښه کولو کې یې له ډاکټرانو سره مرسته وکړي.

ښاغلي پرساد ته ویل شوي وو، کله یې چې ډاکټران د مغزو عملیاتو کوي، نو دی دې پر ګیتار ګوتې خوځوي چې روغتیاپالانو ته چاره اسانه شي.

هغه هم د عملیات پر مېز ځان د ګیتار په غږولو بوخت وساته.

ابیشک پرساد بي بي سي ته وویل، د مغزو تر عملیاتو وروسته اوس ګیتار ښه سهي غږوای شي: "کله یي چې زما د مغزو عملیات پای ته ورسول، د لاس ګوتې مې له یو بله بېلې شوې."

ابیشک پرساد ډسټونیا ناروغۍ نیولی دی او کله به یې ګیتار غږاوه، نو د کیڼ لاس درې ګوتې به یې نه شوې خوځولی: "ما به داسې انګېرله چې ګوتې مې د ډېر تمرین له امله خوږېږي، دمه به مې وکړه، خو درد به یې نه ارامېده."

د ښاغلي پرساد په خبره، ډاکټرانو ورته ویلي وو چې دا د بندونو دردونه دي او درملنې لپاره یې مولټي ویټامین او انټي بیوټیک درمل ور کول: "د ګیتار غږولو پر مهال به مې د ګیڼ لاس ګوتو درد کاوه، چې نهه میاشتې وروسته پرې یو ارواپوه وپوهېد چې ډسټونیا ناروغي لرم. "

ډسټونیا هغې ناروغۍ ته وايي چې د انسان ماغزه پکې عضلاتو ته ناسم سیګنالونه ور کړي او د هغو په خوځښت کې نامنظموالی رامنځته شي.

ښاغلي پرساد زیاته کړې، ارواپوه راته د مغزو د عملیاتو مشوره راکړه خو له عملیاتو ډېر ډارېدم، خو زما معالج ډاکټر شرن شنواسن عملیاتو ته وهڅولم.