BBC
 شاته

بلغاریا کې د دوو وژل شویو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بلغاریا کې د وژل شویو افغانانو مړي کابل ته ولېږدول شول

د شنبې پر ورځ (جولای ۲۲مه) د هغو دوو افغان کډوالو مړي کابل ته ورسول شول، چې په بلغاریا کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.

هغه افغانان چې د اروپا پر لار ژوند له لاسه ورکوي او په لېږد کې یې ځنډ راځي، پدې حساب به دا کیسه لومړۍ نه وي او نه به هم وروستنۍ وي.

دلته بهرنیو چارو وزارت وايي چې درې نور افغانان چې په همدې پېښه کې وژل شوي لایې هم جسدونه د بلغاریا په سړو خونو کې پراته دي او کورنۍ یې تر اوسه له دوی سره اړیکه لاهم نه ده نیولې.

پنځه افغان کډوال د غبرګولي د ۱۴ پر شپه ( د جون ۴) بلغاریا کې په یوې ترافیکي پېښې کې له څلورو پاکستانیانو سره مړه شول. د افغانانو د مړو د لېږد رسمي چارې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر مخ وړي خو لګښت یې د قربانیانو کورنۍ ورکړی دی.

درې نور مړي به چې کورنۍ یې د سړي پرسر د ۴۰۰۰ یورو توان نه لري، تر هغه په بلغاریا کې پاتې وي چې د افغانستان د سفارت په وینا، د هویت د تثبیت بهیر یې بشپړ شي او د لېږد پیسې یې چمتو شي.

د دوو افغان کډوالو مړي له بلغاریا کابل ته لېږدول کېږي

ولې د افغان کډوالو مړي د بلغاریا په یخچالونو کې پاتې دي؟

له پېښې څو ورځې وروسته د وژل شویو پاکستاني وګړو مړي خپل هېواد ته ولېږدول شول، خو بلغاریا کې د افغانستان سفارت ویلي وو، د افغان کډوالو د مړو د لېږد لپاره ځانګړې بودیجه نه لري.

د افغان مړو د لېږد لپاره بریتانیا کې د خیریه کارکوونکو په مرسته ځینو افغان کډوالو د درو نورو مړو د لېږدولو لپاره پیسې ټولې کړې.

ټکر شوي موټر له ترکیې بلغاریا ته ۱۷ ناقانونه کډوال لېږدول او له یوې ونې سره ولګېد چې نهه کسان په کې ووژل شول او نور ټپیان شول.

پېښه د بلغاریا د صوفیې ښار ۱۰۰ کیلومترۍ کې شوې. قربانیان یې افغانان، پاکستانیان او عراقي کردان ول چې روغتونو ته لېږدول شوي ول.

پېښه د بلغاریا د صوفیې ښار ۱۰۰ کیلومترۍ کې شوې. قربانیان یې افغانان، پاکستانیان او عراقي کردان ول چې روغتونو ته ولېږدول شول.

افغانستان د بلغاریا پرځای یونان کې سفارت جوړوي

بلغاریا کې پر سیاسي مشر وسله وال برید شوی

په پېښه کې ټپي شوي عیني شاهد مطیع الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، موټر چلوونکي ته خوب ورغلی و او کنټرول یې له لاسه ورکړ.

په داسې پېښو کې د اروپايي هېوادونو پولیس هڅه کوي د کډوالو د هویت د تثبیت لپاره اسناد پیدا کړي او له موقې په ګټې هغه قاچاق وړونکي وپېژني چې د سفر زمینه یې برابره کړې وي.

خو ډېری مهال له کډوالو سره د ځینو هېوادونو د پولیسو د ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلن رپوټونه ورکړل شوي.

د انځور حقوق FB
Image caption بلغاریا کې د افغانستان سفارت ویلي وو، د افغان کډوالو د مړو د لېږد لپاره ځانګړې بودیجه نه لري.