BBC
 شاته

د امریکا دفاع وزارت: پاکستان ته د ۲۰۱۶ کال پوځي لګښت نه ورکوو

ماتیس د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ښاغلي ماتیس وروستۍ پرېکړه پر پاتې ۵۰ میلیون ډالرو اغېز کوي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، پاکستان ته د ۲۰۱۶ مالي کال له پاره د غوښتل شویو پوځي لګښتونو پیسې نه ورکوي. رویټرز خبري آژانس وایي دا پرېکړه کانګرس ته د دفاع وزیر جیمز ماتیس له دې وینا وروسته شوې چې پاکستان د حقاني شبکې خلاف ډېر څه نه دي کړي.

رویټرز د امریکا د دفاع وزارت پنتاګون د یوه ویاند آدم سټمپ له خولې وایي چې اوس مهال پاکستان ته دغه پیسې نه شوای ورکول کېدی، ځکه وزیر ماتیس تایید نه کړه چې اسلام آباد دې د حقاني شبکې خلاف اړین ګامونه پورته کړي وي.

پرېکړه وروسته له دې شوې چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ ځکه سخت کړی چې غواړي دغه هېواد پر ګاونډي افغانستان د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي.

ښاغلي سټمپ وویل:"دا پرېکړه د جنوبي اسیا پر سټراتیژۍ د سپینې ماڼې د کتنې پر پایلو چې لا روانه ده، اغېز نه لري."

دا لومړی ځل نه دی چې پنتاګن د پاکستان د پوځي لګښت پیسې نه ورکوي. تېر کال هم پنتاګن د پاکستان د پوځي لګښت ۳۰۰ میلیون ډالر ترې ستانه کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر ټرمپ اداره له پاکستانه غواړي چې له خپلې خاورې پر افغانستان د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د ۲۰۱۶ مالي کال له ۹۰۰ میلیون ډالرو ۵۵۰ میلیون ډالر چې د ترلاسه کولو اجازه یې لري، بېرته پاکستان ته ورکړل شوي.

له پاتې پیسو، ۳۰۰ میلیون ډالر یې نورو موخو ته ځانګړي شوي دي، خو تر دې وړاندې یې خبر نه و خپور شوی.

د ښاغلي ماتیس وروستۍ پرېکړه پر پاتې ۵۰ میلیون ډالرو اغېز کوي.

دغه بودیجه د ایتلافي ځواکونو ملاتړو پیسو یوه برخه ده چې د امریکا د دفاع وزارت یې هغو هېوادونو ته ورکوي چې ترهګرۍ او اورپکۍ سره مبارزه کې له دوی سره فعاله ونډه اخلي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکي په تېرې لسیزې کې مخ پر خرابېدو دي او امریکا له دې ناهیلې شوې چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او افغان طالبانو په ګډون د نورو اسلامي اورپکو ډلو مخنیوی وکړي.