BBC
 شاته

'هلمند کې امریکايي الوتکو ۱۲ افغان پولیس وژلي'

آمریکايي د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو اونۍ وړاندې هم د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې دوه افغان پولیس په تېروتنه وژل شوي ول (د ارشیف عکس).

د امریکا پوځي الوتکو په هلمند ولایت کې په تېروتنه د افغان پولیسو یوه ډله په نښه کړې او ۱۲ یې وژلي دي.

سیمه ییزو چارواکو بي بي سي ته منلې چې پېښه د ګرشک په ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې د امریکا پوځي الوتکو له هوا د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه.

چارواکي وایي د څېړنو لپاره یوه ډله له کابله د هلمند پر لور روانه شوې.

په کندهار د بي بي سي خبریال مامون درانی وایي، دغه سیمه تر بېګا شپه د طالبانو په ولکه کې وه او د بمبارۍ پر مهال افغان ځواکونو له طالبانو سره په نښته بوخت ول.

رپوټونه وايي چې د دغه ولسوالۍ په ځنډو کې لا اوس هم جګړې روانې دي. د سیمي خلکو ویلي چې په لسګونو کورنیو خپلې مېنې پرې ایښي او د مرکز پر لور تښتېدلي دي.

څو اونۍ وړاندې هم د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې دوه افغان پولیس په تېروتنه وژل شوي ول.

په دې وروستیو کې د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ سرتېري هلمند ولایت کې مېشت شول. تېر کال هم د امریکا ۱۰۰ سمندري سرتېري دغه ولایت ته واستول شول.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره پای ته ورسېد، چې بیا وروسته د ناټو شاوخوا ۱۲ زره سرتېري، چې ډېری یې امریکایان دي، افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او ملاتړ لپاره د ''قاطع ماموریت'' په نامه پاتې شول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
هلمند کې د بريتانيا پر ځانګړو ځواکونو د ملکيانو د وژلو ادعاوې