BBC
 شاته

له پنځو د دوو افغان کډوالو مړي له بلغاریا کابل ته لېږدول کېږي

بلغاریا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نورو پېښو سربېره، بلغاریا سره پر پوله کډوال د پولیسو په ډزو هم وژل شوي.

ټاکل شوې ده د شنبې پر ورځ د هغو دوو افغان کډوالو مړي کابل ته ورسېږي چې په بلغاریا کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.

پنځه افغان کډوال د غبرګولي د۱۴ پر شپه ( د جون ۴) بلغاریا کې په یوې ترافیکي پېښې کې له څلورو پاکستانیانو سره مړه شول. د افغانانو د مړو د لېږد رسمي چارې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر مخ وړي خو لګښت یې د قربانیانو کورنۍ ورکړی دی.

درې نور مړي به چې کورنۍ یې د سړي پرسر د ۴۰۰۰ یورو توان نه لري، تر هغه په بلغاریا کې پاتې وي چې د افغانستان د سفارت په وینا، د هویت د تثبیت بهیر یې بشپړ شي او د لېږد پیسې یې چمتو شي (بشپړ رپوټ).

د پاکستاني وګړو مړي له پېښې څو ورځې وروسته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

په بلغاریا کې د افغانستان د سفارت شارژدفېر احمد صدیق دلېر وایي، د افغانستان سیاسي استازولۍ د افغان کډوالو د مړو د لېږد لپاره ځانکړې بودیجه نه لري.

برتانیا کې د خیریه کارکوونکو په مرسته یو شمېر افغان کډوالو د درېو نورو مړو د لېږدولو لپاره پیسې ټولې کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلغاریا یو له هغو هېوادونو دی چې نورو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره کډوال ترې تېرېږي.

بي بي سي د دې لپاره چې د وژل شویو افغانانو د کورنیو ټول غړي له پېښې خبر نه دي، د قربانیانو نومونه نه اخلي.

ټکر شوي موټر له ترکیې بلغاریا ته ۱۷ ناقانونه کډوال لېږدول او له یوې ونې سره ولګېد چې نهه کسان په کې ووژل شول او نور ټپیان شول.

پېښه د بلغاریا د صوفیې ښار ۱۰۰ کیلومترۍ کې شوې. قربانیان یې افغانان، پاکستانیان او عراقي کردان ول چې روغتونو ته لېږدول شوي ول.

بلغاریا کې پر سیاسي مشر وسله وال برید شوی

افغانستان د بلغاریا پرځای یونان کې سفارت جوړوي

په پېښه کې ټپي شوي عیني شاهد مطیع الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، موټر چلوونکي ته خوب ورغلی و او کنټرول یې له لاسه ورکړ.

برتانیا مېشتی او اروپا ته د برتانیا د ځوانانو استازی شکرالله لودین وايي، د پاتې افغانانو د مړو د لېږدولو لپاره یې د پیسو ټولولو کمپاین هیله من کړی چې نور به هم افغانستان ته ورسېږي.