BBC
 شاته

د بچه بازۍ "جرم بللو" قانون پارلمان ته استول شوی

Image caption د افغانستان د عدليې وزارت وایي د جزایي قوانینو مجموعه اوس چمتو شوې او د تصویب له پاره ولسي جرګې ته استولې ده

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د جزایي کوډونو یوه بشپړه ټولګه يې چمتو کړې چې په کې د بچه بازۍ، سایبري جرمونو، انساني قاچاق، فساد او ورته نورو هغو جرمونو ته سزاګانې ټاکل شوي چې پخوا په قوانینو کې نه وې.

د عدلیې وزارت وايي، د جزايي کوډ په نوې طرحه کې د اوسني عصر پېچلو جرایمو ته سزاګانې ټاکل شوي دي. د چارواکو په باور د تېرو قوانینو ډېرې نیمګړتیاوې او پېچلتیاوې په دې کې حل شوي دي.

د افغانستان دعدلیې وزیر عبدالبصیر انور وايي، "د افغانستان په پخوانيو قوانينو کې تر ډېره د اداري فساد جرمونه يوزاې په دولتي ادارو کې د تعقيیب وړ وو خو په نوي جزايي کوډ کې هڅه شوې چې غير دولتي ارګانونه او ان نړيوالو سازمانونه چې افغانستان کې د عامه خدمتونو په برخه کې فعاليت کوي او يا د قضي اړخ دي د هغوی جرمونه هم شامل دي او جزا ورته ټاکل شوې".

د نوموړي په وينا، "په دې نوي قانون کې د اعدام سزا له منځه نه ده تللې خو د قانون عامه روحيه دا ده چې باید د اعدام حکم محدود شي. له همدې امله مو ابدي حبس له شلو کلونو دېرشو ته لوړ کړی دی".

د جزایي کوډونو طرحه چې کابینې تائید کړې اوس ملي شورا ته استول شوې ده. د عدليې وزیر وایي، ممکن تر راتلونکو نهو میاشتو پورې دغه طرحه د قانون بڼه غوره کړي او په عمل کې پلي کېدو ته چمتو شي.

د انځور حقوق .
Image caption په وروستيو کې په افغانستان کې د بچه بازۍ پر ضد خبرې او معلومات ډېری شوي

د افغانستان د عدلیې وزارت د علمي او حقوقي څېړنو د انسټیټیوټ رییس عبدالمجید غني زاده وايي، "دوی د یو شمېر عصري الکترونیکي جرمونو د طرحې په اړه د افغانستان مخابراتو وزارت سره له خبرو وروسته، دغه طرحه هم د قانوني پړاونو ترسره کولو لپاره استوي".

د عدلیې وزارت چارواکو په وینا، د نوي جزايي کوډ په جوړولو کې یې د ګاونډیانو په ګډون د یو شمېر پرمختللو هېوادونو له جزايي قوانینو ګټه اخیستې ده.

د افغانستان د جزايي کوډونو نوې بڼه له ۱۳۵۵ لمریز کال راهیسې لومړی جزايي کوډ دی.

د بي بي سي پښتو پر فېسبوک پاڼه يو شمېر کسانو خپل نظرونه پرايښي دي چې يو څو يې دلته را اخلو:

وفادار پکتياوال وايي "که دا قانون په سمه توګه او پر ټولو يو شان تطبيق او عملي شي زه باور لرم چې هر څه به سم شي".

اېنجل پري وايي "بچه باز ته دې درنه سزا وټاکل شي".