BBC
 شاته

"افغانستان پر امريکا فشار ډېر کړى چې د پاکستان پر وړاندې جزايي ګامونه پورته کړي"

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې خپله خاوره کې یې د افغانستان ضد وسلوالو ته ځای ور کړی.

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، ولسمشر ټرمپ د افغانستان په تړاو خپلې ملي امنيت ډلې سره يوه ناوياته غونډه کړې.

ورځپاڼه وايي دا غونډه پرون په سپينه ماڼۍ کې جوړه شوې او په افغانستان کې د امريکا جگړييزې ښکېلتيا پر راتلونکې ټوله وه.

ورځپاڼه وايي افغان جگړې لوړپوړي امريکايي چارواکي سره وېشلي او له دې غونډې موخه دا وه چې ولسمشر ټرمپ ته پر افغان تگلاره د بيا کتنې د پايلو او پرېکړو په تړاو جزييات ورکړل شي.

ورځپاڼه وايي په غونډه کې د سرتېرو پر شمېر خبرې ونشوې او ټر ډېر خبرې اترې د سيمې او پاکستان په اړه چې طالبانو ته يې پټنځي برابر کړي د امريکا پر تگلاره ور ټولې وې.

ورځپاڼه وايي، افغانستان پر امريکا فشار ډېر کړى چې د پاکستان پر وړاندې جزايي گامونه پورته کړي، خو امريکايي چارواکو د دغه راز يوه دريځ خپلولو پر اغېز شک څرگند کړى.

ټايمز اف انډيا:

د انځور حقوق .
Image caption هندي پوځیان له پاکستان سره پر پوله امنیت ساتي.

دغې هندۍ ورځپاڼې د امريکا بهرنيو چارو وزارت هغه رپوټ ته د هندي چارواکو غبرگونونه راخيستي چې وايي پاکستان کې اورپکي پټنځي لري او دغه هېواد يې پر وړاندې کافي اقدام نه دى کړى.

د ټايمز اف انډيا د رپوټ پر بنسټ، هندي چارواکو ويلي د امريکا دغه رپوټ د دوى هغه اوږدمهالى دريځ سم ثابت کړ چې هند د پاکستان له لوري ترهگريز گواښ سره مخامخ دى.

ورځپاڼې همداراز پاکستان کې د حقاني ډلې او طالبانو شتون ته هم اشاره کړې.

هند په جمو او کشمير کې د بريدونو پړه پر پاکستان اچولې خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

گارډين:

د انځور حقوق AFP
Image caption جان مکېن د امریکا مخکښ سناتور دی.

بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې د امريکايي اوڅار سناتور جان مکېن د ناروغۍ خبر راخيستى چې ويل کېږي د مغزو پر سرطان اخته شوى.

ورځپاڼه وايي د جراحي عملياتو په ترڅ کې د ښاغلي مکين له مغزو يو تومور يا دانه، او غوټه شوې وينه راېستل شوې.

دغه سرطاني غوټې ته په طبي ټکو گليوبلستوما ويل کېږي.

د ښاغلي مکين وياند ويلي په ټولييز ډول يې روغتيايي حالت ښه دى او کورنۍ يې د درملنې پر څرنگوالي غور کوي.

ورځپاڼه وايي که په کانګرس کې د ښاغلي مکين ناسوبتيا وغځېږي نو د اوباما د روغتيايي پلان لغوه کېدا چاره به لا ستونزمنه شي.