BBC
 شاته

امریکايي سناتور جان مکین د مغزو سرطان لري

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښاغلي مکین دفتر ویلي، نوموړی د درملنې په نورو لارو چارو لټولو بوخت دی.

د امریکا پېژندل شوی سناتور او پخوانی جنګي بندي جان مکین د مغزو په سرطان اخته شوی دی.

دغه ۸۰ کلن سناتور تېره اونۍ له خپل کولک (تندي) څخه د پرڼ شوې وینې د ايستلو لپاره جراحي عملیات وکړل چې اوس په اریزونا ایالت کې پخپل کور کې استراحت کوي.

د ښاغلي مکین دفتر ویلي، نوموړی د درملنې په نورو لارو چارو لټولو بوخت دی.

هغه چې د ویتنام په جګړه کې د امریکا د هوايي ځواکونو پیلوټ و، کابو پنځه کاله یې په زندان کې تېر کړل.

نوموړی د شپږو ځلونو لپاره د امریکا د سنا جرګې غړی دی او د ۲۰۰۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند نوماند هم و.

د نوموړي له کولکه د راېستل شوې مادې تحلیل دا دی چې په مغزو کې یې د (ګلیوبلاستوما) په نامه یو تومور د وینې د پرڼېدو لامل شوی.

ګلیوبلاستوما د فعالو تومورونو له ډلې دی چې ډېری د پاخه عمر نارینه پرې اخته کېږي.

د ښاغلي مکین له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ډاکټرانو ویلي، له تر سره شویو جراحي عملیاتو وروسته د هغه روغتیا د ښه کېدو پر لور ده، خو په ټوله کې یې وضعیت ډادمن دی.

د ښاغلي مکین لور ۳۲ کلنې (مګان) ویلي، د پلار د مغزي سرطان د خبر په اورېدو یې کورنۍ ټکان خوړلی: "دا به درته حیرانوونکې نه وي چې په داسې وضعیت کې هم زموږ پلار تر نورو ډېر پر نفس واکمن دی."

هغې زیاته کړې، پلار یې له ننګونې سره مخامخ دی، خو روحیه یې د تېرو وختونو په څېر ده. سرطان به هغه له نورو لارو هم وځپي، خو تسلیم به یې نه کړي، تر اوسه هیڅ شي هغه تسلیمۍ ته نه دی اړ کړی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خبرپاڼه کې ویلي، سناتور جان مکین فاتح جنګیالی دی، زه او مانیلا د هغه او د هغه د کورنۍ په فکر کې یوو او تل ورته دعا کوو. په دې هیله چې ژر ورغېږي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: " جان مکین له رښتینو اتلانو دی او زه یې چې پېژنم تر ټولو زړور جنګیالی دی. سرطان نه پوهېږي له چا سره لاس او ګرېوان دی. جانه ورځ یې ور بده کړه!"