BBC
 شاته

کرېکټ: افغان نولس کلنو نیپال ته په ۱۴۱ منډو ماتې ور کړه

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان لوبډلمشر په څلورو اورونو کې څلور ویکټې واخیتسې

په سینګاپور کې د کرېکټ د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو د غوراوي په پړاو کې افغان لوبدلې د نیپال په ماتولو سره پرلپسې درېېمه بریا تر لاسه کړه.

د لوبې پچه د نیپال لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ور کړه.

افغان نولس کلنو د ۴۹،۴ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې ابراهيم ځدراڼ وکړې. نوموړې ۴۳ منډې جوړې کړې.

ور پسې نويد عبيد۳۳، طارق ستانکزي ۲۷، نوين الحق ۲۰ او عمران محمدي ۱۸ منډې وکړې.

د نیپال لوبډلې ونه شو کولای د افغان سیالانو له خوا ور کړل شوی هدف ته ځان ورسوي او ټوله لوبډله یې په ۲۶م اور کې د ۴۹ منډو په جوړېدو وسوځېده.

د افغان نولس کلنو لوبډلمشر نوين الحق د نيپال پر وړاندې په توپ اچونه کې هیټریک وکړ او پرلپسې یې درې ویکټې واخیستي، خو په ټوله کې یې په څلورو اورنو کې په ۲ ایکانومۍ سره ۴ ویکټې واخیستې.

پر نوین الحق سربېره بل افغان توپغورځوونکي مجیب هم په ۹ اورونو کې ۴ ویکټې واخیستې او پنځه منډې یې ور کړې.

لوبه افغان لوبډلې د ۱۴۱ منډو په توپیر وګټله.

دا یو ورځنۍ سیالۍ په سینګاپور کې روانې دي، چې پر کوربه هېواد سربېره د افغانستان، مالیزیا او نیپال لوبډلې پکې ګډون لري او د جام ګټونکې لوبډله به په ۲۰۱۸ کال له اسیا لویې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کرېکټ په نړیوال جام کې ولوبېږي.

د انځور حقوق ACB
Image caption لوبه افغان لوبډلې د ۱۴۹ منډو په توپیر وګټله.