BBC
 شاته

۸۶ کلنه بوډۍ بیا پر غلا ګیر شوه

د انځور حقوق CHAMBLEE POLICE
Image caption دوریس پین یې د جورجیا ایالت د والمرت ښار په یوه پلورنځي کې په غلا ونیول شوه

یوه ۸۶ کلنه غله چې له ۱۹۵۰ کلونو راهیسې د ګاڼو د پټولو مخینه لري، بیا په غلا تورنه شوه.

پولیس وايي، دوریس پین یې د جورجیا ایالت د والمرت ښار په یوه پلورنځي کې د داسې توکو په غلا ونیوله چې ۸۶ ډالر ارزښت یې درلود.

مېرمن پین په ضمانت خوشې شوې ده.

د نیول کېدو پر مهال د هغې پر لاس برېښنايي وښی و، دا وښی هم د سودا اخیستلو پر مهال د پخوانۍ غلا د تور له امله پرې تړل شوی.

اټکل کېږي چې دوریس پین د ۲ میلیون ډالرو په ارزښت ګاڼو په غلا کولو کې لاس لري.

د هغې ژوند پر ۲۰۱۳ کال په یوه مستند کې انځور شوی دی.

د پلورنځي یو کارمن د درملو، برېښنايي وسایلو او خوراکتوکو د پټولو پر مهال لیدلې ده.

د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې، د دوریس پین وکیل ویلي: "دا ځل له تېر سره توپیر لري، دا وار د ګرانبیه ګاڼو خبره نشته".

"دا ځل له داسې ۸۶ کلنې خبرې کېږي چې د ژوندي پاتېدلو لپاره په بې وسۍ کې د خوراکتوکو او درملو له پیدا کولو سره لاس او ګرېوان ده".

هغه په وروستیو کې د اتلانتا په څنډو کې له یوه پلورنځي د دوه زره ډالرو په ارزښت د غاړه کۍ پر پټولو تورنه شوې وه.

له هغه وروسته په کورني بند محکومه او د ښار پلورنځيو ته له تګ منع شوه.

امریکايي چارواکي وايي، دوریس پین په ۲۳ کلنۍ کې د ګاڼو له لومړنۍ غلا وروسته ۲۲ ځله په بدلو نومونو ګاڼې غلا کړې او له امله یې محکومه شوه.

دوی زیاتوي، ممکن په نورو بدلو نومونو یې هم غلا کړې وې، چې له امله یې محکومه شوې نه ده.

د ګاڼو د امنیت ټولنې د ۱۹۷۰ لسیزې له لومړیو په ځلو ځلونو پلورنځیو ته د مېرمن پین په هکله خبرداری ور کړی دی.

نوموړې پر ۲۰۰۵ کال په بند کې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي و، چې له غلا یې موخه پیسې ترلاسه کول نه بلکې د ژوند له ستونزو تېښته وه.