BBC
 شاته

چین له هند سره ګډې پولې ته درنه وسله ولېږدوله

د انځور حقوق AFP
Image caption د معلوماتو له مخې چین سیمې ته د سړک او اورګاډي له لارې وسایل رسولي دي.

د چین حکومتي رسنۍ وايي، دغه هېواد له هند سره ګډې پولې ته نږدې تبت سیمې ته درنه وسله لېږدولې ده.

د چینايي پوځ ورځپاڼه ( ډيلي پي اېل اې) رپوټوي چې د دغه هېواد د پوځ لوېدیځې قومندانۍ تېره یوه میاشت کې تبت ته ډېر مهمات او زغرګاډي لېږدولي دي.

د معلوماتو له مخې چین سیمې ته دا وسایل د سړک او اورګاډي له لارې رسولي دي.

له دې مخکې د چین حکومتي تلوېزون رپوټ کړې وه، چې د دغه هېواد پوځیانو تبت کې د هند له پولې سره نږدې مانورو کې اصلي مهمات کارولي وو.

دا مانورې د بوتان، چین او له پولې سره نږدې داسې سیمه کې شوې چې نوی ډېلی او بېجینګ پکې د سړک جوړولو پر سر له یو بل سره جنجال لري.

له دې مخکې د چین دولتي رسنیو هند ته خبرداری ور کړی و، چې که همالیه کې له لانجمنې سرحدي سیمې خپل ځواکونه ستانه نه کړي، نو له "شرمندګي" سره به مخ شي.

د چین حکومتي خبري اژانس شینهوا وايي، د چین، هند او بوتان له سرحدي سیمې(ټوکلام) چې هند خپل ځواکونه شا ته نه کړي، نو تر هغه مهال په دې تړاو خبرې اترې ناشونې دي.

دا کشاله تېره میاشت له سیکم سرحدي سیمې سره نږدې د بوتان ډوکلام کې پیل شوه، چینايي پوځ دلته سړک جوړول غواړي.

د انځور حقوق AFP

د هند ورځپاڼه هندوستان ټایمز د ډيپلوماټیکو سرچینو له خولې لیکي، چینايي چارواکو په خپل هېواد کې بهرنیو ډيپلوماټانو ته ویلي، چې پوځیان یې په سیمه کې له صبر کار اخلي، خو د صبر کاسه یې نوره په څڅېدو ده او په دغسې حالت کې نور زغم نشی کولی.

هند وايي، تېره میاشت یې ځکه دې سیمې ته پوځ ولېږه چې د سړک جوړېدلو مخه ونیسي. پر دغه سیمه بوتان او چین هم دعوه لري.

دا سیمه د هند د شمال ختیځ ایالت سیکم او ګاونډي هېواد بوتان له پولې سره لګېدلې او د چین او بوتان ترمنځ پرې جنجال روان دی.

هند په دغه برخه کې د بوتان ملاتړ کوي.

هند وېرېږي چې که دا سړک جوړ شي، نو چین پر هند ستراتیژیک لوړوالی ترلاسه کوي.

کارپوهان وايي، د هند پولې سره نږدې د چین دومره ډېر پوځي وسایل او مانورې نوي ډېلي ته د سخت پیغام ور کولو مانا لري.

که څه هم په دغه سیمه کې د هند ډېر پوځیان هم شته، خو کارپوهان وايي، د چین ځواکونه پر نوې وسله سمبال دي، ځکه پر هندي ځواکونو برتري لري.