BBC
 شاته

یوه امریکايي له افغان قراردادي "۲۵۰ زره ډالره بډې" اخیستي

دا لومړي ځل نه دی چې یو امریکایی مني په افغانستان کې یې له شرکتونو بډې اخیستې دي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لومړي ځل نه دی چې یو امریکایی مني په افغانستان کې یې له شرکتونو بډې اخیستې دي.

د امریکا یوه حکومتي قراردادي منلې چې څه باندې ۲۵۰ زره ډالر یې په افغانستان کې له بډ‌و تر لاسه کړې دي.

نبراسکا مکالپین وايي دا پیسې یې له یوه دویم افغان قراردادي د دې په بدل کې اخیستې چې د هغه شرکتونو ته به د وړاندیزونو له بولۍ پرته امریکایي ټیکې ورکوي.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا ۵۶ کلن مکالپین له دغه افغان قراردادي سره په نغدو پیسو هوکړه کړې وه.

د عدلیې وزرات د دغه افغان قراردادي خپل او یا یې هم د شرکت نوم نه دې په ډاګه کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي مکالپین د ۲۵۰ زره ډالرو په بدل کې افغان قراردادي ته د ۱.۶ میلیون ډالرو پروژه ورکړې وه. د دغې پروژې موخه دا وه چې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخابراتي سیستم غښتلي کړي.

"فساد یوازې افغاني ستونزه نه ده، ځینې امریکایان هم په کې ښکېل دي"

"افغانستان کې خلک هرکال درې میلیارده ډالر بډې ورکوي"

"له اداري فساد سره د اشرف غني مبارزه بریالۍ ده"

دا لومړي ځل نه دی چې یو امریکایی مني په افغانستان کې یې له شرکتونو بډې اخیستې دي.

په ۲۰۱۴ کال کې د یوه امریکايي ودانیز شرکت پروژې مشر رابرت بیرتلوني ومنله چې له یوه دویم لاس افغان قراردادي یې ۶۰ زره ډالره بډې اخیستې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان د اداري فساد د سر پنځو هېوادونو کې دی

نوموړي د دغو پيسو په بدل کې د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت دوه قراردادونه ورکړي وو.

په ۲۰۱۳م کال کې ډونلډ جیني ګارسټ چې امریکا ته يې د ۱۵۰زره ډالرو قاچاقولو هڅه کوله د دونیم کالو لپاره زنداني شو. نوموړي دغه پیسې له بډو ترلاسه کړې وې.

دا تر ټولو وروستۍ داسې پېښه ده چې یو کس په کې ورته تورنو محکومېږي.

ویل کېږي په افغانستان او عراق کې د امریکاییانو له خوا په لسو کلونو کې دا ډول وهل شوې پیسې دوه پنځوس میلیونو ډالرو ته رسېږي.