BBC
 شاته

"پټان صاحب د نوکانو رنګ حرام دی"

. د انځور حقوق IRFAN PATHAN TWITTER
Image caption د عرفان پټان پوسټ ۴ زره ځلي شریک شوی دی

د هندوستان کریکټ لوبغاړي عرفان پټان له خپلې مېرمنې سره یو جوړه‌ یي عکس پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی چې بېلابېل غبرګونونه یې لرلي دي.

په دغه تصویر کې د عرفان پټان مېرمنې په لاسونو د څېرې پټولو هڅه کړې، خو د لاس پر نوکانو وهلی رنګ یې له ورایه ښکاري.

پر تصویر ډېرغبرګونونه ښودل شوي دي. یو ډله کسانو د عرفان پټان دا کار ستایلی، خو ځینو نورو بیا لارښوونې ورته کړي دي.

تر نوموړي وړاندې د بل هندي کریکټې "محمد شامي" د مېرمنې په انځورونه هم ډېر غبرګونه ښودل شوي وو.

عرفان پټان پر فیسباکه خپاره کړي عکس سره په طنزیه انداز لیکلي:" دا نجلۍ (ټوله) اندېښنه ده." "

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption فبیسبوک کارن، ښکلې جوړه ده ماشاالله

د هغه دغه پوسټ شاوخوا ۴زره ځلي شریک شوی او تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو پرې تبصرې لیکلي دي.

د شیخ علیم په نامه یوه فیسبوک کارن لیکلي: "ګرانه پټان وروره ! ښکلی تصویر دی، خو ستا مېرمن باید پر نوکانو رنګ ونه وهي، ځکه دا اسلامي نه دی. د مهربانۍ له مخې دې د سر خلاصولو کوښښ وکړه. "

د محمد جهانګیر په نامه یوه بل کارن بیا لیکلي: "پټان لالا ته خو ډېر هوښیار هم یې، خو پر خواله رسنیو دې باید د خپلې مېرمنې عکس نه وای خپور کړی او بله دا چې په اسلام کې د نوکانو رنګول هم حرام دي."

یوه بل کارن بیا ویلي: "زه دلته له ډېرو مسلمانو سره همغږی یم. ستا مېرمنې له شرمه ډکې جامې اغوستې دي. هغه باید ټیکری او حجاب وانه غوندي او د ازاد انسان په څېر جامې وکړي."

Image caption یوسف پټان او عرفان پټان په یوه پروګرام کې له کترینه کیف سره یوځای

عرفان پټان له خپلې مېرمنې سره دغه جوړه يي عکس ټوېټر ته هم شریک کړی او ور سره یې لیکلي: "خبرې کول خو د خلکو کار دی."

د تبصرو په منځ کې د نزیل خان په نامه یوه فیسبوک کارن لیکلي، ډېر ښکلی تصویر دی- ډېرې ورځې وروسته دې پوست وکړ. ښکلې جوړه ده ماشاالله!!!