BBC
 شاته

هرات کې د باسیکل ګرمېدونکی بازار

Image caption په هرات کې د باسیکلونو پير او پلور زیات شوی دی.

په هرات کی یو ځل بیا د تیرو څو کلونو پرتله د باسیکلونو د مونتاژ(تړلو) او پلور کچه لوړه شوې ده.

په دې ښار کې اوس د باسکیل داسې په لسګونو پلورنځي شته چې له بهرنیو هېوادنو د باسیکل وسایل راوړي او دلته یې تړي.

* افغان زلمی له لندنه کابل ته پر بایسکل رسېدلی

* ګڼو څېرو د باسیکل ځغلونې اتل ارمسټرانګ وغانده

د موټرسایکلونو خلاف چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې یې د مونتاژ کارځي شته، باسیکلونه په نستبا کوچنیو لسګونو دوکانونو کې خرڅلاو ته تیارېږې.

ځينې باسیکل پلورونکي وایي، چې نهه نوي سلنه پيرودونکي یې د ښوونځیو زدکوونکي دي او پاتې هغه کسان دې چې د سپورت لپاره او یا د ډاکټر په سپارښتنه باسیکل رانیسي.

Image caption د باسیکلونو پورزې له بهر هرات ته راوړل کېږي او دلته سره تړل کېږي.

په هرات کې دوه لسیزې مخکې چینایي باسیکلونه ډیر رواج وو. خو اوس ډول ډول باسیکلونه د نړۍ له مختلفو هېوادونو او په ځانګړې توګه له متحده عربي اماراتو راوړل کېږي.

په هرات کې د باسیکل تړونکي (مونتاژوونکي) وایي چې په عمده ډول په ورځ کې څه باندې پنځوس او په متفرقه شکل په ورځ کې پنځه یا لس باسیکلونه پلوري.

* کابل کې د بایسکل ځغلونې سیالي

* بایسکل ځغلول سرطان او د زړه ناروغۍ خطر کموي

د باسیکلونو ځینې پلورونکي وایي، درې کاله کېږې خلکو یو ځل بیا باسیکل ته مخه کړې.

په هرات کې د باسیکلونو د مونتاژ یا تړلو د یوه لوی مرکز خاوند غلام حضرت وایي چې ډیری پېرودونکي یی ځوانان دي.

"پنځه نوي سلنه د باسیکلونو پيرودونکي د ښوونځیو زدکوونکي دي. اوس ویلی شم چې خلک باسیکل خوښوي. پانګوال او شتمن بیا جرات نه کوي چې په ښار کې پر باسیکل وګرځي ځکه چې له امنیتي ستونزو وېرېږي. پخوا به چې زه پر باسیکل وتلم یو شمیر کسانو به په ریشخند راته کتل خو اوس داسې نه ده. کله چې پر باسیکل ګرځم یو شمېر کسان مې شاوخوا ټولېږي او وایي دا دې په څو اخیستی؟ له کوم ځای دې راوړی؟ مارک یې څه دی".

Image caption د باسیکلونو ډېری پېرونکي زدکوونکي دي.

دا د هرات د شمال کیسه وه. د زاړه ښار په سویل کې بیا د زړو باسیکلونو بازار تود او له ګڼې ګوڼې ډک وي.

ګل اقا چې په دې بازار کې یې زوړ باسیکل اخستی وایی:

"دا مې خوښ شو. ځکه نه تېل غواړي نه مصرف لري. صحت ته هم ښه دی. څو ځلې ډاکټر ته ولاړم صحت مې ښه نه شو خو باسیکل چې چلوم هرڅه ښه شي. زه تیار یم چې پر دې باسیکل ۱۲۰ کیلومتره تر شینډنډ ولاړ شم".

Image caption باسیکل پلوري وايي، د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ سیکلونه خرڅوي.

په هرات کې د چاپېریال ساتنې ادارې په وار وار د زړو موټرو او ماشینونو د کارولو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ور کړی او له خلکو یی غوښتي چې له باسیکله ګټه واخلي.

خو ښار افقي پراختیا موندلې او ژوند هم چټک شوی. داسې ښکاري چې یو ځل بیا به په براخه کچه د باسیکل دودول ډیر کار غواړي.

Image caption په هرات کې د دویم لاس سیکلونو پېر او پلور هم ډېر شوی.