BBC
 شاته

ایران د امریکا نوي بندیزونه د اټومي تړون خلاف بولي

د انځور حقوق Tasnimnews
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا بندیزونه د اټومي تړون خلاف بولي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا نوي بندیزونه د اټومي تړون خلاف بولي او وايي، ممکن په مقابل کې یې ګام پورته کړي.

جواد ظریف د امریکا له سي بي اېس تلوېزون سره په خبرو کې وویل، چې د واشنګټن دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي نور هم خرابوي.

خو امريکا وايي پر ايران نوي بنديزونه د دغه هېواد د بالستيک توغنديو پروگرام او ترهگرو ډلو سره د ملاتړ له امله لگول شوي.

* امریکا: ایران کې د واک سوله ییز بدلون غواړو

* امریکايي سناتوران پر ایران بندیزونه سختول غواړي

* ټرمپ: د ایران په څېر یاغي حکومتونو له ګواښ سره مخ یو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وينا نويو بنديزونو ١٨ ادارې او وگړي اغېزمن کړي، چې په وينا يې دوى ټولو د ايران د بالستيک توغنديو پروگرام او يا د سپاه پاسداران ځواکونو ملاتړ کاوه.

په دې تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د سوريې حکومت، حزب الله او حماس په څېر ډلو سره د ايران پر ملاتړ هم نيوکې شوې.

امریکا پر دغه هېواد تور پورې شوى چې د زيان اړونکو فعاليتونو له امله يې په منځني ختيځ کې سيمه ييز ټيکاو، امنيت او سوکالي کمزورې کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا ایران د سوریې د جګړې یو لوی لامل بولي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي چې د اټومي تړون د پلي کېدا د څار دفتر پر تړلو هم غور روان دى.

د بهرنيو چارو ويانده "هېدر نوېرت" وايي د بنديزونو موخه د ايران پر وړاندې د امريکا د ټينگ دريځ څرگندول دي.

اغلې نوېرت په دې باور ده چې ايران د امريکا لپاره د يوه تر ټولو خطرناک گواښ په توگه پرځاى پاتې او همداراز سيمه ييز ټيکاو ته يې گواښ پېښ کړى.

پر ايران د امريکا له لوري د نويو بنديزونو اعلان يوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راځي چې د ولسمشر ټرمپ ادارې ومنله ايرانى حکومت په ٢٠١٥ م کال کې شوي اټومي تړون پلي کړى دى.