BBC
 شاته

ښځو کرېکټ: انګلستان د جنوبي افریقا په ماتولو پایلوبې ته لار ومونده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جنوبي افریقا لوبډلې لپاره میګنون ډوپري او لاراوالورډ پنځوسیزې هم ووهلې خو بریا ته ونه رسېدل.

په انګلستان کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د مېرمنو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې انګلینډۍ لوبډلې د جنوبي افریقا هغې ته ماتې ور کړه.

د لوبې پچه د جنوبې افریقا لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ور کړ.

د انګلستان لوبډلې پخپله پاړۍ کې ټاکل شوی هدف د اتو ویکټو په سوځېدو د وروستي اور په څلورم بال پوره کړ

تر لوبې وروسته د انګلستان لوبډلمشرې هیدهر نایټ وویل، د لوبې پر مهال له موږه ډېر تېروتنې وشوې. ما خپله هم ناسمه پرېکړه وکړه او رن اوټ شوم، خو د خوشحالۍ ځای دی چې پایلوبې ته مو لار ومونده.

تر لوبې وروسته دواړه لوبډلې ډېرې احساساتي ښکارېدې، خو د جنوبي افریقا لوبغاړو پر خپله ماته اوښکې توی کړي.

د جنوبي افریقا لوبډلې لپاره میګنون ډوپري او لاراوالورډ پنځوسیزې هم ووهلې خو بریا ته ونه رسېدل.

د جنوبې افریقا لوبډلمشرې وویل، موږ ډېرې ناهیلي یوو، زه به هم ښايي تر خبري ناستې وروسته وژاړم، که موږ ۳۰ نورې منډې کړې وای، نو ګټونکې وو، خو بیا هم پر خپلې لوبډلې ویاړم: "د نړۍ د ښځو له وتلې لوبډلې سره چې کومه لوبه موږ وکړه، پر هغې ویاړم، له دې بایللو مو زدکړل چې تر وروستۍ شېبې باید همت له لاسه ور نه کړل شي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انګلستان لوبډلې ټاکل شوی هدف د اتو ویکټو په سوځېدو د وروستي اور په څلورم بال پوره کړ

د ښځو د نړیوال جام د نیمه پایلوبې دویمه لوبه به سبا پنجشنبه د جولای ۲مه د انګلستان په ډربي کې د هندوستان او استرالیا د لوبډلو ترمنځ وي.

د یادو دوو لوبډلو له ډلې ګټونکې هغه به یې بیا پر یکشنبې د جولای ۲۳مه د انګلستان له لوبډلې سره په پایلوبه کې خپل بخت و ازمويي.