BBC
 شاته

"افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبله ډېره شوې ده"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوناما وایي، د بریدونو او وسله والو جګړو له امله د ۲۰۱۷ کال لومړۍ شپږ میاشتې هم د تېر کال په څېر خونړی وې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولي یوناما وایي، د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د يوناما د راپور له مخې د ولسي وګړو ډېره مرګ ژوبله په کابل، هلمند، کندهار، ننګرهار، روزګان، فارياب، هرات، لغمان، کندوز او فراه ولايتونو کې رامنځ ته شوې ده.

یوناما وایي، د بریدونو او وسله والو جګړو له امله د ۲۰۱۷ کال لومړۍ شپږ میاشتې هم د تېر کال په څېر خونړی وې او په وينا يې ځانمرګي بریدونه په دوامداره بڼه ملکیانو ته زیان اړوي.

د شمېرو له مخې د تېر کال د همدې مودې پرتله د ملکیانو په وژنه کې دوه سلنه زیاتوالی او په ټپيانو کې یو فیصد کموالی ښيي.

په ټولیز ډول د ملکیانو مرګ ژوبله د تېر کال د شپږو میاشتو پرتله ډېر توپیر نه ښيي، خو په یاده موده کې ښځو او ماشومانو ته د تېر کال له شپږو میاشتو ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور ښيي چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نیټې ۱۷۷ ښځې وژل شوې او ۴۲۶ نورې ټپیانې شوې چې ۲۳ سلنه زیاتوالي ښيي.

د ولسي وګړو مرګژوبله

په تېرو شپږو مياشتو کې

۱۶۶۲

وژل شوي

۳۵۸۱

ټپيان شوي

  • ماشومان ۴۲۶

  • ښځې ۱۷۷

Getty

یونما په همدې موده کې د ماشومانو د وژنې ۴۲۶ او ټپي کېدو ۱۴۴۱ پیښې ثبت کړې چې د ماشومانو په وژنه کې ۹ سلنه زیاتوالي ښيي.

د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د یونما راپور وایي، د کابل وروستۍ موټر بم چاودنه چې د جرمني سفارت ته نژدې وشوه افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې بې سارې وه.

په دې برید کې ۹۲ تنه ووژل شول او ۵۰۰ نور ټپیان شول.

د يونما په دې راپور کې د ملکیانو د ۴۳سلنې مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو، د پنځه سلنې هغو پر داعش او ۱۹ سلنې په هغو مخالفینو اچول شوې چې له بریدونو وروسته یې هویت نه دی معلوم شوی.

په راپور کې له وسله والو مخالفینو وروسته افغان امنیتي ځواکونه د ملکیانو د مرګ ژوبلې عاملین یاد شوي دي.

وسله والو طالبانو د یونما دغه رپوټ غندلی او هغه یې "یو اړخیز" بللی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په روان میلادي کال کې ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د حکومتي او بهرنیو ځواکونو په بریدونو او عملیاتو کې اوښتې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption يونما په دې راپور کې د ملکیانو د ۴۳سلنې مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو اچولې ده

طالبان که څه هم مني چې د دوی په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې خو کچه یې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پرتله ټيټه ښيي.

یوناما هر کال د خپلو راپورونو د خپرولو پر مهال له ښکېلو خواو غواړي چې جګړه پای ته ورسوي او د ملکیانو ژوند ته پام وکړي، خو له دې سره هم ورځ تر بلې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاتېږي.

یوناما له ۲۰۰۹ کاله تر اوسه د ملکیانو د وژنې ۲۶۵۰۰ او د ټپي کېدو څه باندې ۴۹ زره پیښې ثبت کړې دي.

دا مرګ ژوبله په داسې جګړه کې اوښتې چې لا یې هم روانه ده او د امریکا په تاریخ کې هم تر ټولو اوږده جګړه یاده شوې ده.