BBC
 شاته

د کرېکټ افغان نولس کلنو لوبغاړو له مالیزیا لوبه وګټله

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان لوبغاړي راتلونکې لوبه له سینګاپور سره لري.

د افغان کرېکټ نولس کلنې لوبډلې د دوشنبې په ورځ په سینګاپور کې د ماليزيا سیالې لوبډلې ته په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او ماليزيا ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه:

"ماليزيا د نږدې ۲۲ اوورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۵۳ منډې جوړې کړې".

افغان کرېکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه کې د اعلامیې خپرولو سره وايي، په دې سیالۍ کې د افغان نولس کلنو له لوري يوسف ځاځي څلور لوبغاړي وسوځول او هيټريک يي هم وکړ‎ "مجيب ځدراڼ درې، ظاهر پکتين دوه او شمس يو لوبغاړی وسوځاوو".

افغان لوبډلې په ۵،۳ اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځيدو سره د مالیزیا لوبډلې ټاکلی هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان لوبغاړو کې دروېش رسولي په ۳۲ منډو سره ډېرې منډې جوړې کړې او وړر پسې نويد عبيد ۱۸منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې په اتو ويکټو ماتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی يوسف ځاځی وټاکل شو، چې ۴ لوبغاړي يې سوځولي او هيټريک يې کړی و.

افغان لوبډله د نن ورځې بری د راتلونکو سیالیو لپاره ډېر مهم بولي.

د افغانستان راتلونکې لوبه له سینګاپور سره ده.

دا یو ورځنۍ سیالۍ په سینګاپور کې روانې دي، پر کوربه سربېره د افغانستان، مالیزیا او نېپال لوبډلې پکې ګډون لري او د جام ګټونکې لوبډله به

پر ۲۰۱۸ کال له اسیا لویې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کرېکټ جام کې لوبېږي.