BBC
 شاته

ځانمرګي پېښور کې د جګړن په ګډون دوه پاکستاني پوځيان ووژل

د انځور حقوق .
Image caption د برید مسوولیت وسلوالو طالبانو منلی دی.

د پېښور په حیات اباد سیمه کې د پاکستانیو ملېشه و پر يوه موټر ځانمرګی برید شوی، چې د چارواکو په خبره د یوه پوځي افیسر په شمول يې دوه سرتېري وژلي او څلور نور يې ژوبل کړي دي.

د دغه برید مسولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

د پېښور چوڼۍ د پولیسو مشر ملک عمران په پېښور کې د بي بي سي خبریال رفعت الله اورکزي ته ویلي، چې د دوی يو ډاټسن له حیات اباد سیمې څخه په بالا حصار کلا کې د ملېشه ځواکونو مرکز ته پر لار و، چې په ؛جهاز څلورلاره؛ پرې ځانمرګی برید وشو.

د ښاغلي عمران په خبره ځانمرګي خپل ټپټپی(موټرساييکل) له موټر سره جنګولی او ورسره سمه چاودنه شوې.

د یاد چارواکي په خبره په دغه برید کې د جګړن جمال شېران په شمول دوه پوځي سرتېري وژل شوي، څلور نور ژوبل شوي او دوه موټر يې ویجاړ شوي دي.

تر چاودنې سملاسي وروسته يې مړي او ټپيان حیات اباد روغتون ته منتقل کړي او امنيتي اورګانونو پلټنې پېل کړې دي.

د پېښور په حیات اباد کې دغه برید داسې مهال کېږي، چې یوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې ځواکونو يې له ډيورنډکرښې سره څېرمه د خیبر په راجګل سیمه کې د وسلوالو ضد تازه عملیات پېل کړي دي.

د پوځ په خبره، دغه عملیات يې د داعش وسلوالې ډلې د اغېز غځېدا د مخنیوي لپاره پېل کړي دي.

د پېښور دغه برید روان عیسوي کال په پاکستان کې پر امنيتي اورګانونو درېیم لوی برید ګڼل کېږي، چې تردې وړاندې يې په بلوچستان ایالت کې په دوو ورته بریدونو کې د پاکستاني پولیسو د دوو لوړپوړو مامورینو په شمول شپږ سرتېري وژلي و.