BBC
 شاته

د محمد محقق د ساتونکو په ډزو ناوې وژل شوې او ۴ کسان ټپي دي

ر د انځور حقوق MOhammad mohaqeq/facebook
Image caption محمد محقق چې په دې وروستیو کې یې له عطا محمد نور او جنرال دوستم سره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د اجرایه رییس د دویم مرستیال ساتونکو په تېروتنې سره یوه ناوې وژلې او څلور کسان نور یې ټپي کړي دي.

نجیب دانش له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وویل، دا پېښه هغه مهال وشوه چې وړمه شپه کور ته په ستنېدلو کې د واده خلکو ډزې کولې.

" له واده وروسته ورا کور ته روانه وه، له ورا موټرو څخه د محمد محقق له کور سره د خوښۍ ډزې کېدې، په مقابل کې د محمد محقق له کور سره د پوستې مسوولان ډزې کوي، ناوې وژل کېږي او څلور کسان ټپي کېږي".

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

د ښاغلي دانش په خبره، دوه هغه پولیس نیول شوي چې د محمد محقق د کور د ساتلو مسوولیت لري او دوه نور منسوبین چې په دې سیمه کې د امنیت مسوولیت لري.

له دې مخکې هم له خلکو سره د افغان لوړپوړو چارواکو د ساتونکو چلند خبرونه جوړ کړي دي.