BBC
 شاته

سېنېګال کې د فوټبال لوبغالي پېښه کې اته تنه وژل شوي

سېنېګال کې د فوټبال يوه لوبغالی کې د سيالو ډلو مينه والو ترمنځ نښتو او ټمبټېل پر مهال اته کسان وژل شوي او لږ ترلږه ۴۹ نور ټپيان شوي.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې سېنېګال کې د فوټبال يوه لوبغالي دېوال ونړېد. پېښه پلازمېنه ډاکار کې، د ليګ اتلولۍ پايلوبه کې شوې ده.

دغه دېوال هم د سيالو لوبډلو د مينه والو ترمنځ له نښتې وروسته نړېدلی چې پوليسو هم په کې اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی.