BBC
 شاته

افغانستان کې نوی سياسي ګوند

په کابل کې د ملي یو والي حکومت پر وړاندې یو بل سیاسي ګوند د افغانستان د خلکو محور په نامه د خپل جوړښت اعلان وکړ.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو لا ډېر وخت نه و تېر شوی چې د ځینو وتلو سیاسي څېرو او ګوندونو د مخالفت او نارضایتۍ غږونه پورته شول او دا بهير تر اوسه روان دی.

خو د دغو ائتلافونو او د حکومت مخالفو خوځښتونو هدف څه دی او حکومت یې په اړه څه نظر لري، کابل کې زموږ همکارې نجما ځلا ورته کتنه کړې ده.