BBC
 شاته

د لندن اولمپيک د لوبو ميراث

د لندن له دې تېرو اولمپيک لوبو دا دی څو کلونه تېر شول، خو د لوبغاړو له تلو وروسته دلته د ښار اولمپيک پارک کې د رغونې کار، له اوږدې مودې راهيسې روان دی.

يوه لسيزه مخکې د سټېډيم شواخوا د اوبو ویالې په بشپړې ککړې شوې وې، خو دا حال اوس بدل شوی دی.

د اولمپيک لوبغالي چاپېر د پاک شوي کانال يوه برخه دا تېره نژدې موده بيا د کښتيو پر وړاندې پرانيستل شوې ده.

بي بي سي دې ځای ته ورغلې وه، چې دا بدلون له نژدې وګوري.