قزاقستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ نندارتون
د قراقستان شتمني په دوديز ډول له تېلو او غازو په لاس ورتله، چې دې څو کلونو کې يې د تېلو بيو له لوېدو سره ګوزار خوړلی دی.
دغه هېواد د خپلې ودې راتلونکي پړاو کې اوس غواړي نوې کېدونکې انرژۍ ته مخه کړي.
دغه هېواد غواړي تر ۲۰۵۰ کال پورې د خپلې انرژۍ نيمې اړتياوې له بادي، لمريزې، اوبو يا اتومي سرچينو پوره کړي.
خو دا هيلې بيا د عمل له ډګره څومره شونې ښکاري؟ د بي بي سي کرېشما واسواني راپور کې یې ګورو چې د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ورغلې وه.