شاته

افغانستان کې نوی سياسي غورځنګ اعلان شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې نوی سياسي ګوند

په کابل کې د افغانستان د خلکو محور په نامه یو سیاسي غورځنګ چې ځان د افغان حکومت نوي اپوزسیون ګڼي کار پیل کړ.

په دې نوي سياسي غورځنګ کې د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار رنګين دادفتر سپنتا او د دې هېواد د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل په ګډون د دې خوځښت د رهبرۍ شورا غړي تر ډېره د پخواني حکومت سياسي چارواکي دي.

د دې سياسي غورځنګ پرانيست غونډې ټولو ويناوالو د ملي يووالي حکومت پر کړنو نيوکې وکړې او د اوسنې حکومت سياستونه يې ناکام او وېشونکي وبلل.

دوی وايي د حکومت د سولې اوجنګ پروګرامونه بې اغېزې دي. د نوي اپوزسيون د رهبرۍ شورا غړی رنګين دادفتر سپنتا وايي، د "اوسني حکومت د ناکامه سياستونو له امله د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لکه چين او روسيې تر منځ اړيکي خراب شوي دي".

ښاغلی سپنتا وايي د پاکستان پر استخباراتو د افغان حکومت د باور سياست لامل شوی چې د دې سازمان پر وړاندې حساسيتونه را کم شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نوي سياسي اپوزسيون غړي په دې باور دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان حکومت اوسنۍ کړنلار ناکامه ده، باید بدلون په کې راشي

دی وايي، د افغانستان د ملي ګټو پر وړاندې د پاکستان پر اقداماتو او د افغانستان په چارواکې د دې هېواد د لاسوهنو پر وړاندې افغان حکومت له "چوپتيا او تسليمي" پرته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د ښاغلي سپنتا په وينا، "د ناسمو او ناکامو سياستونو په پايله کې دغه حکومت نه يوازې دا چې نشي کولی په هېواد کې بحران او ستونزو ته ځواب ووايي بلکې دا حکومت او شتون يې په خپله اصلي ستونزه ده".

د نوي سياسي اپوزسيون غړي په دې باور دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان حکومت اوسنۍ کړنلار ناکامه ده، باید بدلون په کې راشي.

خو افغان حکومت بيا له خپلو سياستونو دفاع کوي. د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال د نوي اپوزسيون نيوکې ناسمې ګڼي هغه وايي د اوسني حکومت کارونه تر پخواني هغه غوره دي.

نوموړی وايي افغانستان په اقتصادي، سياسي او ديپلوماسۍ برخه کې لاسته راوړنې لري. د ده په وينا له پاکستان پرته له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکي لري.

د انځور حقوق MOHAMMAD MOHAQEQ/FB
Image caption شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغانستان درې ګوندونو په ترکيه کې د "افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا" په نوم يو ايتلاف جوړ کړ

د نوي اپوزسيون د مشرتابه غړي رنګين دادفتر سپنتا د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان د اوبو په اړه د ايران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو ته په اشاره وويل، "د ايران د ولسمشر څرګندونې د اندېښنې وړ دي هغه زياته کړه افغانان حق لري چې د ملي ګټو او نړيوالو منل شويو ميثاقونو پر بنسټ له خپلو اوبو ګټه واخلي".

د افغانستان د خلکو محور د افغان سياسي څېرو دويم ايتلاف دی چې په تېره يوه مياشت کې جوړېږي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د افغانستان درې ګوندونه سره سلا شول چې په ترکيه کې "افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا" په نوم يو ايتلاف جوړ کړي.