BBC
 شاته

برتانیا: د تېزاب شیندلو پر مجازاتو غور کېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption " مجرمان باید د قانون سختۍ درک کړي."

په برتانیا کې د تېزاب شیندلو د پېښو تر زیاتوالي وروسته، دغه هېواد هوډ لري د تېزاب شیندنې پر قضیو او مجازاتو بیا کتنه وکړي.

پر یوه شپه د تېزاب شیندلو له پنځو پېښو وروسته د برتانیې حکومت تر فشار لاندې دی چې د تېزاب پلورلو او ملکیت په اړه قوانین سخت کړي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې "امبر راډ" په سنډی ټایمز ورځپاڼه کې لیکلي: " مجرمان باید د قانون سختۍ درک کړي."

لندن کې پر اسیایانو تېزاب شیندلو پېښو کې افغانان هم شته

هند: هغه سړی په اعدام محکوم شوی چې پر پېغلې یې تیزاب شیندلي وو

هند: معشوقې د عاشق پر مخ تېزاب ورشېندلي

اټکل دی چې دوشنبه د جولای ۱۷مه به د برتانیا ولسي جرګه د تېزاب شیندلو پر مسله عمومي بحث وکړي.

د قوانینو په بیا کتنه کې د پولیسو پر غبرګون، د محکمې پر پرېکړو، مضرو موادو ته د لاسرسي او نورو تړلو مسلو بحث کېږي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په برتانیا کې د تېرو پنځو کلونو په پرتله د تېزاب شیندنې په پېښو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

د پولیسو د مشرتابه ملي شورا ویلي، د ۲۰۱۷ کال له اپرېله په برتانیا کې د تېزاب پاشنې ۴۰۰ پېښې شوې دي.

Image caption پر جمیل هم مختار هم تېزاب پاشل شوي دي.

په یادو ټولو پېښو کې د هغه مجرمانو چې عمرونه یې په ډاګه شوي، له پنځو یې یو له اتلس کلنۍ کم عمر لري.

د تېرې پنجشنبې په ورځ یو شپاړس کلن هلک ونیول شو چې د تېزاب شیندلو هڅه یې کوله.

د بیاکتنې په چاره کې به پر دې هم غور وشي چې د ۱۹۷۲ کال د زهري موادو په اړه د تصویب شوي قانون په موادو کې بدلون را شي او که څنګه؟

اغلې راډ ویلي، تېزاب شیندنه بوږنوونکی جرم دی چې زیانمن کسان روحن او جسمن ځوروي.

نوموړې زیاته کړې، دا د مسوولو چارواکو دنده ده چې له هرې شونې لارې د تېزاب شیندلو مخه ونیسي:

" د زهري موادو اوسنی قانون هم مجرمانو ته د سختې سزا وړاندوینه کوي. په ځینو مواردو کې تېزاب شیندونکی ښايي ټول عمر بندي شي."

Image caption ریشم خان د مانچستر میټروپولیتن پوهنتون کې محصله وه او تېزاب پرې شیندل شوې دي.

په دې وروستیو کې د نورو جرمونو ترڅنګ په برتانیا کې پر مسلمانانو د تيزاب شیندلو پېښو لندن مېشتي مسلمانان اندېښمن کړي دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې په برتانیا کې پر یوې افغانې کورنۍ هم تېزاب شیندل شوي وو.

لندن مېشتی افغان حبیب فضلي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته ویلي و، پر ده او کورنۍ یې هغه مهال د تېزابو برید وشو چې په موټر کې ناست وو.