BBC
 شاته

لندن کې ایم سي سي افغانستان سره لوبې ته له نړۍ پیاوړي لوبغاړي غوره کړي

د انځور حقوق Getty Images

د جولای ۱۱مه افغان کرېکټ او په ځانګړي ډول افغان کرېکټ لوبغاړو ته یوه تاریخي ورځ ده. د کرېکټ په کور لارډز لوبغالي کې به دوی د نړۍ له پیاوړو لوبغاړو سره سیالي کوي.

هر هغه کس چې له کرېکټ سره مینه لري په تېره بیا لوبغاړي له کوچنیوالي د لارډز لوبغالي په ارزښت خبر وي. یوه ورځ دلته د لوبېدو خوب ویني. افغان لوبډله کې به هم ښايي ځینې داسې لوبغاړي وي چې لارډز کې به یې د یوې مسلکي کرېکټ سیالۍ خوب لیده.

لارډز لوبغاړي کې اېم سي سي سره د افغانستان لوبه له ډېرو اړخونو د پام وړ ده، او بل دا چې اوس افغانستان د ای سي سي بشپړ غړیتوب خپل کړی نو دې لوبې ته به د نړیوالو پام ښايي لا ډېر وي.

اېم سي سي (مارلیبورن کرېکټ کلب) دې لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي. اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

د انځور حقوق Getty Images

څو ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ له مشر عاطف مشعل سره پر دې لوبې غږېدم. هغه یې پر ارزښت او مهموالي سربېره پر دې هم پوه وو چې اېم سي سی پر وړاندې لوبه به یې لوبډلې ته یوه ښه ننګونه وي. که د اېم سي سي لوبډلې ته وکتل شي نو د سنګاکارا، مېک کلم او ځینو نورو پیاوړو لوبغاړو شتون دا په ډاګه کوي چې دا به په رښتیا هم افغان لوبغاړو ته یو ښه چلېنج وي.

د اېم سي سي لوبډله

اېم سي سي د کمار سنګاکارا، برېنډن مېک کلم او مصباح الحق په ګډون افغانستان سره د لوبې لپاره ګڼ شمېر اتل لوبغاړي وربللي دي. سنګاکارا نه یوازې نړیوال کرېکټ بلکې فرسټ کلاس کرېکټ کې هم خورا ډېر ځلېدلی.

پر ده سربېره مصباح الحق چې اوس اوس له نړیوالو ټېسټ لوبو لاس په سر شو، اېم سي سی کې یې شتون یوه غښتلې اضافه ده. د نیوزیلنډ برېنډن مېک کلم چې نړیوال کرېکټ کې یو تر ټولو پیاوړی وېکټ ساتونکی او توپ وهونکی بلل کېږي د لوبډلې مشري کوي. اتل او ستوری توپ وهونکی چندرپال، ټېم مورتا او سامېت پټېل نور د پام وړ لوبغاړي دي.

که د اېم سي سي لوبډلې ته وکتل شي نو ټول لوبغاړي یې د کرېکټ نړیواله تجربه لري او کلونه یې دا لوبه کړې. دوه یا درې ښايي داسې لوبغاړي وي چې نړیوالې لوبې یې کمې کړي خو بیا هم له پیاوړو لوبډلو سره فرسټ کلاس یا د لومړۍ درجه سیالیو کې لوبېدلي.

د اېم سي سي لوبډله کې د ځینو پیاوړو لوبغاړو پېژندنه
۱‍-برېنډن مېک کلم - لوبډلمشر
۲-کومار سنګاکارا
۳-مصباح الحق
۴-شېف ناراین چندرپال
۵-سامېت پټېل
۶-کرېس ریډ
۷-جورج ډاکرېل
۸-کرېس رشورت
۹-سټورټ میکر
۱۰-ټېم مورتا
۱۱- یوولسم لوبغاړی لا نه دی ټاکل شوی

کمار سنګاکارا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سنګاکارا

سنګاکارا د نړیوال کرېکټ یو له اتلو او پياوړو لوبغاړو ګڼل کېږي. ۱۷ کاله یې نړیوال کرېکټ کې د توپ وهونکي او وېکټ ساتونکي په توګه د سریلانکا استازیتوب کړی. ده په نژدې ۶۰۰ نړیوالو یو ورځنیو، ټېسټ او شل اوره لوبو کې ونډه اخېستې او څه باندې ۲۸ زره منډې یې کړي. په دې کې څه باندې ۷۰ سلیزې او نژدې ۱۵۰ پنځوسیزې شاملې دي.

څه موده وړاندې یې د انګلستان په کاونټي کرېکټ لیګ سیالیو کې پرله پسې اته سلیزې وکړې او فرسټ کلاس (لومړۍ درجه) کرېکټ لوبو کې یې هم د خپلو سلیزو شمېر ورسره سلو ته ورساوه.

شنونکي سنګاکارا د سر برېډمن، ټنډولکر او سونېل ګاواسکر په څېر لوبغاړو په کتار کې شمېري. ډېر اوسني افغان لوبغاړي او د ځوان نسل تنکي لوبغاړي به سنګاکارا د ځان لپاره د یوه اتل او رول ماډل په توګه ګڼي. د ده پر وړاندې لوبېدل به ورته یوه ښه تجربه وي. سنګاکارا د ورو یا سپین توپ اچونې ښه او بریالی توپ وهونکی دی خو جالبه به دا وي چې د راشد خان پر وړاندې څه ډول لوبېږي.

برېنډن مېک کولم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برېنډن مک کالم

د سنګاکارا په څېر دی هم وېکټ ساتونکی او پياوړی توپ وهونکی دی. د نړیوال کرېکټ خورا ډېره تجربه لري. ۳۵ کلن مېک کلم ۲۰۰۲ کال کې د اسټرالیا پر وړاندې لوبه کې د خپل نړیوال لوبیز ژوند پیل وکړ.

پرله پسې ۱۴ کاله نړیوال کرېکټ کې د نیوزیلنډ ځلانده ستوری او د ډېرو توپ اچوونکو لپاره سرخوږی وو. دی د خپلې تېزې لوبې لپاره مشهور دی او د پیل لوبغاړي په توګه لوبېږي.

مېک کلم ۴۳۰ نړیوالو لوبو کې د نیوزیلنډ استازیتوب کړی. ده په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوره لوبو کې د ۱۷ سلیزو په مټ نژدې ۱۴۵۰۰ منډې کړي. که څه هم مېک کلم او سنګاکارا دواړه وېکټ ساتونکي او توپ وهونکي دي خو د د افغانستان پر وړاندې لوبه کې یو هم دا رول نه لوبوي. دغه لوبه کې کرېس ریډ وېکټ ساتونکی ټاکل شوی.

مصباح الحق

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مصباح الحق

د پاکستان مصباالحق تېره میاشت له نړیوالو ټېسټ لوبو تقاعد شو. دی له یو ورځنیو لوبو څه موده وړاندې لاس په سر شوی وو. مصباح د پاکستان په تاریخ کې یو له تر ټولو بریالی کپتان، لوبډلمشر ګڼل کېږي.

دی د لوبډلې د منځ لوبغاړي په توګه لوبې ته راځي او داسې یو توپ وهونکی دی چې تر ډېره پرې تکیه کېدلی شي. ګڼو نړیوالو لوبو کې یې پاکستان له ماتې ژغورلی او بریالی کړی یې دی.

مصباح که څه هم لومړی ځل ۲۰۰۱ کال کې په نړیوالو سیالیو کې ولوبېد خو تر ۲۰۰۷ کاله د پاکستان لوبډلې بشپړ غړی نه و او ډېرو لوبو کې یې فرصت نه تر لاسه کاوه. ده خپل لوبیز ژوند کې د پاکستان لپاره په ګډه ۲۷۵ ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوره لوبې کړي او نژدې ۱۲ زره منډې لري. اېم سي سی لوبډله کې د مصباح شتون افغان بالرانو ته یوه بله ننګونه ده.

شېوناراین چندرپال

ایم سي سي د انځور حقوق Getty Images
Image caption چندر پال

چندرپال د براین لارا د نسل لوبغاړی دی. د وېسټ انډیز په تاریخ کې یو تر ټولو پياوړی کيڼ لاسی توپ وهونکی دی. ده نژدې ۴۵۰ نړیوالو ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوره لوبو کې د وېسټ انډیز استازیتوب کړی او له ۲۰ زرو ډېرې منډې یا رنزونه یې جوړ کړي.

چندرپال یو له هغو توپ وهونکو دی چې سوځول یې ګران کار دی. ډېره با ډسېپلینه او مسلکي لوبه کې وي. ډېر کم لوړ شاټ وهي او په سړه سینه لوبه کوي.

له افغان لوبغاړو د څه ډول لوبې تمه کېدای شي؟

راشد خان او محمد نبي د هند په کرېکټ پرېمیرلیګ کې خورا بریالي وو. دا نه یوازې خپله دوی ته بلکې افغان کرېکټ ته ښه زېری و.

نړیوال دا ګڼي چې افغان لوبډله کې د دوی دواړو په څېر ګڼ نور پياوړي لوبغاړي هم شته، خو خبره یوازې د فرصت ده. نو اېم سي سي سره لوبه د ډېرو افغان لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی.

د انځور حقوق Getty Images

افغان لوبډله اوس د توپ اچونې تر څنګ توپ وهنه کې هم یو څه ښه شوې، وېسټ انډيز سره لوبې یې ښې بېلګې وې. دوی اوس د ټولو ۵۰ اورونو لوبولو وړتیا لري چې یو ښه پر مختګ دی.

د اېم سي سي لوبډلې ته که وګوروو نو پیاوړي توپ وهونکي په کې ډېر دي. د افغان لوبډلې ځواک تر ډېره توپ اچونه ده، نو دا به د پیاوړو توپ وهونکو او تکړه توپ اچوونکو ترمنځ ښه سیالي وي.

د راشد خان او محمد نبي لوبه به ډېره مهمه وي. د اېم سي سي لوبډله کې پام وړ توپ اچوونکي نشته. یوازې ټېم مورتا او ډاکرېل داسې لوبغاړي دي چې د نړیوالو لوبو تجربه لري نو له افغان توپ وهونکو هم د ښې لوبې تمه کېدای شي.