BBC
 شاته

د کولمبیا یاغي ډلې فارک وسله واله مبارزه رسماً پرېښوده

کولمبیا د انځور حقوق RAUL ARBOLEDA
Image caption له ښی لاس: د فارک ډلې مشر رودریګو لندونو اچیواري تیموشینکو او د کولمبیا ولسمشر خوان مانوېل سانتوس.

د کولمبیا یاغي ډلې فارک، له څه باندې نیمې پېړۍ وروسته خپله وسله واله مبارزه په رسمي توګه پای ته ورسوله.

په دې خونړۍ کورنۍ جګړه کې تر دوه نیمو سوو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د دې ډلې مشر رودریګو لوندونو په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، دا چې د بې وسلې کېدو بهیر اوس بشپړ شو، فارک به له دې وروسته پر یوه سوله ییز سیاسي غورځنګ بدل شي.

ولسمشر خوان مانوېل سانتوس ویلي، ولس یې دا ورځ په دې لمانځي، چې په هېواد کې یې اوس مسلې د ټوپک پر ځای په خبرو اوارېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کولمبیایان د سولې راتګ ته ډېر لېوال ول او د سولې سمبولیک کارونه هرې خوا لېدل کېدل.
د انځور حقوق AFP
Image caption د فارک د ډلې یو پخوانی جنګیالی

د میسیتاس ښارګوټي ته نژدې حکومتي چارواکي ، د فارک ډلې استازي او په کولومبیا کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ کارکوونکي راټول شول چې د بې وسلې کولو د هغه بهیر پای اعلان کړي چې څو اونیو کې بشپړ شو.

نژدې اوه زره میله وسلې چې په تېرو کلونو کې فارک ډلې د حکومتي ځواکونو پرضد په خونړۍ جګړه کې کارولي، اوس د ملګرو ملتونو په مرسته په کانټینرونو کې ځای پر ځای شوي دي.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کولومبیا ولسمشر خوان مانویل سانتوس وویل په تېرو پنځوسو کلونو کې دا د هېواد لپاره تر ټولو ښه خبر دی.

هغه یو کلاشنکوف چې یوه هنرمن ترې بېل جوړ کړی د فارک ډلې مشر رودریګو لندونو اچیواري تیموشینکو ته سولې ته د هڅولو د یوه سمبول په توګه ورکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption وسلې په ځانګړي کانټینرونو کې کېښودل شوې.

تیموشنکو په خپلو خبرو کې وویل فارک ماته نه ده خوړلې ځکه دوی خپلې وسلې په خپله خوښه وسپارلې. هغه زیاته کړه دا دفارک ډلې پای نه دی ځکه اوس به قانوني حیثیت خپل کړي.

اوس له فارک ډلې سره یواځې شاوخوا اوه سوه میله وسلې پاتې دي چې په هغو ۲۶ انتقالي سیمو کې یې دوی د خپل امنیت لپاره وکاروي چې دوی به د راتلونکې جولای میاشتې تر پایه په کې وي.

دغه راز ملګري ملتونه د وسلو د هغو څه باندې نهه سوه زیرمتونونو د لټون چارې پرمخ وړي چې ښايي څو میاشتې او یا له هغه زیات وخت ونیسي.

د دغه بهیر په عملي کولو سره اوس د فارک څه باندې نهه زره جنګیالي بې وسلې کېږي، هغه ګام چې د حکومت او او فارک ترمنځ د سولې د عملي کولو تر ټولو لویه نښه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فارک یاغیان وروسته له څو لسیزو جګړو له د کولمبیا له دولت سره سوله وکړه.

په دې سره د څه باندې نیمې پیړۍ کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شو.

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې سلګونه حکومتي چارواکو او د فارک سلګونه غړو برخه اخستې وه.

له دې ډلې ډېرو یې سپين واسکټونه د سولې د سمبول په توګه پر ځان کړي ول.

اوس نو د کولمبیایانو وار دی چې وښيي د سولې له دغې هوکړې سره څه ډول چلند کوي او څنګه کولی شي د فارک ډلې غړي د ملکي وګړو په توګه په خپله ټولنه کې جذب کړي.