BBC
 شاته

افغانستان کې د سولې په تړاو دې "امریکا پاکستان سره له زور او ډیپلوماسۍ کار واخلي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارډین لیکي امریکا یواځې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې له پاکستان سره زور او ډیپلوماسي یو ځای وکاروي.

ګارډین

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د امریکا له خوا پر پاکستان د فشار راوړلو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

په دغه مطلب کې ویل شوي، داسې ښکاري چې امریکا د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ غوره کول غواړي. خو ورځپاڼه د ځینو کارپوهانو په حواله لیکي چې یوازې فشار له دې سره مرسته نه کوي چې پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

په مطلب کې راغلي چې په تېر کې دغه ډول هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوي او په دې لاره کې امریکا یواځې په هغه صورت کې بریالۍ کېدی شي چې زور او ډیپلوماسي یو ځای وکاروي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ لپاره په زوره د پاکستان اړ کول ښايي د دې لامل شي چې پاکستان له چین او روسیې سره خپلې اړیکي لا پراخ کړي او پایله به یې لا ډېره بې ثباتي وي.

په لندن کې د افریقايي مطالعاتو یوې څېړونکې عایشه صدیقه ورځپاڼې ته ویلي، پاکستان افغانستان ته د امریکا او هند د یوې ګډې پروژې په سترګه ګوري چې د پاکستان پرضد یې کاروي.

بله خوا پاکستانۍ ورځپاڼو امریکا ته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د سفر، له پاکستانه د ترهګرۍ د ځپلو د غوښتنو او د نړیوال ترهګر په توګه د یوې کشمیرۍ ډلې د مشر د پېژندلو په اړه ډېر مطالب خپاره کړي.

ډان ورځپاڼه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چوهدري نثار: د امریکا له خوا د کشمیري ډلې حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین د نړیوال ترهګر په توګه پېژندل دا معنا لري چې د کشمیریانو وینه امریکا ته ارزښت نه لري.

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼه د ددغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر چوهدري نثار په اړه وايي چې ده له دې امله اندېښنه ښودلې چې امریکا د هند په ژبه خبرې کوي.

ده ویلي دا چې امریکا د کشمیري ډلې حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین د نړیوال ترهګر په توګه پېژندلی او پر هغه یې بندیزونه لګولي دا معنا لري چې د کشمیریانو وینه امریکا ته ارزښت نه لري.

همدې ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکلي چې پاکستان د امریکا دغه ګام غیر عادلانه بللی.

هندوستان ټایمز

صلاح الدین د انځور حقوق AFP
Image caption واشنګټن د کشمیر وسله وال مشر سید صلاح الدین د نړیوال ترهګر نوملړ ته ور زیات کړ.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په همدې تړاو یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی: د نړیوال ترهګر په توګه د صلاح الدین پېژندل به د دې لامل شي چې د نړۍ پام پاکستان ته واوړي.

د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې د ترهګرۍ په اړه د امریکا او هند دریځونه سره نژدې دي او دا به ښايي د پاکستان د امنیتي ارګانونو لپاره ګرانه وي چې د صلاح الدین په څېر ترهګرو په وړاندې د کوټلو ګامونو د پورته کولو په وړاندې مقابله وکړي.

نیویارک ټایمز

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فارک یاغیان وروسته له څو لسیزو جګړو له د کولمبیا له دولت سره سوله وکړه.

د فارک یاغیانو او کولمبیا حکومت ترمنځ د سولې په تړاو نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، د فارک ډلې بې وسلې کېدل په دغه هېواد کې د نوي عصر پيل دی.

په دغه مطلب کې ویل شوي چې په راتلونکي پړاو کې فارک ډله په پام کې لري چې د یوه سیاسي ګوند په توګه د سیاست په ډګر کې ورګډه شي، کټ مټ لکه د هغو ورانکارو ډلو په شان چې په سلوادور او ګواتیمالا کې د سیاست ډګر ته یې مخه کړه.