BBC
 شاته

پښتونخوا کې د وسلو کاروبار ولې ډېر شوی؟

الطاف حسین شیر
Image caption د پېښوه یوه جګپوړي حکومتي چارواکي الطاف حسین شیر بي بي سي ته وویل، د ۲۰۱۵ کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۶ کال تر جون پورې د وسلو اوه زره جوازلیکونه ورکړل شوي.

په ۲۰۱۴ کال ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پر پوځي ښوونځي او پاچا خان پوهنتون کې له بریدونو وروسته په دې ایالت کې د وسلې خرڅلاو ډېر شوی دی.

د وسلو ډېری اخیستونکي ځوانان دي، چې زده کوونکي، محصلین، د ښوونځیو او پوهنتون ښوونکي، قانوني وکیلان، ډاکټران او سیاستوال هم پکې دي.

په مرکزي ښار پېښور ک د وسلو د خرڅلاو یوه سوداګری ارشاد فرهاد بي بي سي ته وویل، د پخوا په پرتله اوس په لوستو خلکو کې د وسلې اخیستو هوډ ډېر شوی دی.

دی وايي، حکومت ښوونځیو ته د امنیت ساتلو په پلمه د وسلې اخیستو جواز لیکونه ورکول پیل کړي دي، خو له جواز پرته د وسلو ساتل بیا هم ناقانونه چاره ده.

د ناامنیو په ډېرېدو او ناوړه وضعیت لوستي ځوانان هم د وسلو ترلاسه کولو او ګرځولو ته اړ کړي دي.

د عارف په نامه، د ښوونځي یو ښوونکی د خپل امنیت په اړه اندېښمن دی.

دی پېښور کې د وسلو د خرڅلاو یوې هټۍ ته د وسلې اخیستو لپاره راغلی. نوموړي بي بي سي ته وویل، مخکې یې له وسلې سره مینه نه لرله، خو اوس حالاتو اړایستلی چې یوه تومانچه واخلي او جواز لیک ورته پیدا کړي.

Image caption د وسلې جوړولو د يوې فابريکې څښتن فرمان الله بي بي سي ته وويل، دلته (تيس بور) تړمانچې او نورې هغه وسلې جوړېږي چې تر ډېره یې هغه کمپنۍ اخلي چې دولتي او نا دولتي ادارو ته د امنيت لپاره ساتونکي ورکوي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي هم دا مني چې د وسلې په خرڅلاو کې ډېروالی راغلی.

د وسلو ۷۰۰۰ جوازلیکونه

د پېښوه یوه جګپوړي حکومتي چارواکي الطاف حسین شیر بي بي سي ته وویل، د ۲۰۱۵ کال له جولای میاشتې د ۲۰۱۶ کال تر جون پورې د وسلو اوه زره جوازلیکونه ورکړل شوي.

دی وايي، د وسلو په خرڅلاو کې ځکه ډېروالی راغلی، چې حکومت ټولو هغو دولتي او نادولتي ادارو ته پخپله د خپل امنیت د ټینګښت سپارښتنه کړې، چې حکومت د امنیت لپاره پولیس نه ورکوي.

دغې ادارې ژر لاس په کار شوې، وسلې یې واخیستې او ساتونکي یې وګومارل.

چارواکي وايي، دوی د وسلو د جواز ورکولو پرمهال د اخیستونکي معلومات ثبتوي او ریکارډ یې ساتي.

د مرکزي ښار پېښور کوهاټ د سړک پر اوږدو او شاوخوا سیمو کې د وسلو جوړولو فابریکې فعالې دي.

په دغو فابریکو کې د وسلو جوړولو لپاره لوی او کوچني ماشینونه لګول شوي، چې د وسلو جوړولو اوسنپې پکې سمبالېږي، خو ګڼ کارکوونکي په لاسونو کار کوي.

Image caption کاريګر په فابریکه کې یوه اونۍ کې تومانچه جوړوي

ددغو کارکوونکو د لاس جوړې وسلې د خرڅلاو لپاره د ښار دوکانونو ته لېږدول کېږي.

د وسلې جوړولو د يوې فابريکې څښتن فرمان الله بي بي سي ته وويل، دلته (تيس بور) تړمانچې او نورې هغه وسلې جوړېږي چې تر ډېره یې هغه کمپنۍ اخلي چې دولتي او نا دولتي ادارو ته د امنيت لپاره ساتونکي ورکوي.

هغه زياتوي، دوی لومړی وسپنه راوړي، په ماشين کې یې له اړتیا سره شمې پرې کوي او بيا کاريګر له دغې اوسپنې په يوه اونۍ کې توپانچه (تومانچه) جوړوي.

Image caption پوليس وايي شمېر يې لږ دی او د دوی لپاره د هرې ادارې او د هر يو وګړی امنيت ساتل شونی کار نه دی.

په خيبر پښتونخوا کې د سړي تښتونې او په زور د پيسو اخیستلو پېښې هم ډېرې شوې دي.

پر دې سربېره په امنيتي سرتېرو د خلکو باور هم کم شوی، خو پوليس بيا وايي چې شمېر يې لږ دی او د دوی لپاره د هرې ادارې او د هر يو وګړی امنيت ساتل شونی کار نه دی.

Image caption په مرکزي ښار پېښور ک د وسلو د خرڅلاو یوه سوداګری ارشاد فرهاد بي بي سي ته وویل، د پخوا په پرتله اوس په لوستو خلکو کې د وسلې اخیستو هوډ ډېر شوی دی.