BBC
 شاته

د نړۍ لویو شرکتو پر کمپیوټرونو پراخ بریدونه شوي

هغه کاروونکي چې پر کمپیوټرو یې برید شوی وايي، له داسې پیغام سره مخامخ شوي چې هکرانو ته د پیسو له استولو پرته خپلو فایلونو ته لاسرسی نه لري
Image caption هغه کاروونکي چې پر کمپیوټرو یې برید شوی وايي، له داسې پیغام سره مخامخ شوي چې هکرانو ته د پیسو له استولو پرته خپلو فایلونو ته لاسرسی نه لري

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر ګڼو لویو شرکتونو لوی سایبري برید شوی.‌ دا بریدونه لومړی له اوکرایین پیل شوی،‌ امریکا،‌ ناروې،‌ هند،‌ فرانسې، بریتانیا،‌ روسیې او ډنمارک ته رسېدلی دی.‌

پر کمپیوټرونو فایلونو ته قلفونه اچول شوي چې شرکتونو یې عکسونه اخیستي. بریدګرو ترې د پیسو اخیستو غوښتنه کړې.

تر اوسه اوکرایین ددغو بریدونو اصلي قرباني ګڼل شوی.

په اوکرایین کې د برېښنا دولتي شرکت او د کییف لوی هوايي ډګر له هغو مهمو بنسټونو دي چې سایبري برید پرې شوی.

همداشان، په اوکرایین کې د پوستې خدمتونو وړاندې کوونکي دوه شرکتونه،‌ انتونوف الوتکې تولیدوونکی شرکت او مرکزي بانک هم تر دغه برید لاندې راغلي.

ستاسو کمپیوټر له سایبري برید سره مخ دی؟

ویکي لیکس 'د سي آی اې سایبري جاسوسۍ ابزار' افشا کړل

دولتي انټرنېټي غله څنګه غلا کوي؟

ویل شوي د کییف د میترو پیسې راغونډوونکی الکترونیکي شرکت هم ځپل شوی او اوکرایین کې د تېلو ځینو پمپونو خپل فعالیتونه درولي دي. ‌

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لومړی برید پر اوکرایین وشو، بیا امریکا، ناروې، هند، فرذانسې، بریتانیا، روسیې او ډنمارک ته هم وغځېد

بریتانیا کې تبلیغاتي څو ملتي شرکت wpp هم له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوی.

ځینې کارپوهان وايي، دا برید څه باندې دوې میاشتې وړاندې د wannaCry په نوم هغه برید ته ورته وي چې له اغېزمنو شویو یې د پیسو غوښتنه کړې وه.‌

د روسیې "روس نفت" د تېلو شرکت او د ډنمارک سمندري لېږ رالېږد "مرسک" شرکت هم ویلي ایرلنډ او بریتانیا کې یې مهم دفترونه او څانګې اغېزمنې شوې دي.

اسپانیايي رسنیو هم ویلي د "موندلیز" په نوم د خوړو صنعتي چارې او د حقوقي خدمتونو شرکت "ډي ایل ای پایپر" هم د سایبري برید قرباني شوي.

د اروپايي ټولنې د پولیسو "یورو پول" په وینا، دوې میاشتې وړاندې په څه لږترلږه ۱۵۰ هېوادونو کې د ورته سایبري برید د قربانیانو شمېر ۲۰۰ زرو کسانو ته رسېدلی و.