BBC
 شاته

ترکیه ولې د تکامل نظریه د ښونځیو له درسي کتابونو باسي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه غواړي د چارلز ډاروین د تکامل نظریه د ۱۴-۱۵ کلنو زده کونکو له درسي کتابونو څخه وباسي

"دا تعصب دی، دا د متعصب کېدو خبره ده. او س به هغوی د بیالوژۍ درسونو زده کړه څنګه کوي؟ د ساینس په هکله به څرنګه غږیږي؟"

د ترکیې د حکومت د دې پریکړې په اړه چې غواړي د تکامل د نظریې درسونه د ښونځیو له تعلیمي نصابه وباسي، په انټرنیټي غونډو کې تاوده بحثونه روان دي.

یو تبصره کونکی وايی، "تکاملي نظریه د عصري ساینس له ډېرو پیاوړو او بنسټیزو نظریاتو څخه ده.'ناندره ییزه' بلل یې د باور وړ نه دي"

یو بل تبصره کوونکی استدلال کوي چې په ښونځیو کې دا نظریه په سمه توګه نه تدریس کېږي "یوځلي ښوونکي له موږ وپوښتل چې څوک پر تکاملي نظریې باندې باور لري. ما لاس پورته کړ. ښونکي وویل: 'نو ته به بیزو یې؟'"

خو په فېسبوک کې یو بل تبصره کوونکی وايي "زه غواړم له خپل حکومته مننه وکړم چې نه پرېږدي زموږ ځوانان د دې فاسدې او بې معنا نظریې پر زهرو اخته شي. نو طبعا باید دا د هېواد له تعلیمي نصابه و ایستل شي".

د چارشنبې پر ورځ، د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د کمېټې مشر الپسلان دورموس اعلان وکړ چې سر له راتلونکي کاله به د چارلز ډاروین د تکامل د نظریې یوه برخه د نهم ټولګي ( ۱۴-۱۵ کلنو) د بیالوژۍ له درسي کتابونه و ایستل شي.

هغه وویل زده کونکي "ډېر واړه دي او پر 'ناندره ییزو موضوعاتو' نشي پوهېدای'" او زیاته یې کړه چې دا موضوع به تر لوړو زده کړو پورې وځنډول شي.

ولسمشر رجپ طیب اردوګان د هېواد د تعلیمي نصاب د بدلون په اړه دا وړاندیزونه تایید کړي چې هیله کېږي راتلونکې اوونۍ کې به د روژې له میاشتې وروسته خپاره شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر اردوګان تورن دی چې غواړي ترکیه د هېواد د بنسټګر، مصطفي کمال اتا تورک، له سیکیولر ( پرمذهب نه ولاړو) دودونو څخه لیرې بوځي

د ایجيتیم-سین په نامه د ترکیې د ښونکو یوې اتحادیې مشره، فیرای ایتکین ایدوان، چې په ټول هېواد کې د ۱۰۰،۰۰۰ غړو استازیتوب کوي، وايي "له سعودي عربستان وروسته به ترکیه دویم هېواد وي چې د تکامل نظریه له تعلیمي نصابه باسي،"

هغه زیاتوي چې "ان په ایران کې، د تکامل په اړه ۶۰ ساعته سبقونه او په خپله د ډاروین په اړه ۱۱ ساعته سبقونه شته دي،"

'مومن او متقي' ماشومان

د تکاملي نظریې د حذفولو په اړه دا بحث د سږکال په لومړیو کې هغه وخت پیل شو چې د لومړنیو او ثانوي ښونځیو د تعلیمي نصاب مسوده اعلان شوې وه.

یو بل بدلون هم دا و چې د ترکیې د سیکیولر بنسټګر مصطفي کمال اتا تورک د ژوند په اړه د معلوماتو په تړاو په تعلیمي نصاب کې ټاکل شوی وخت هم کم کړل شو.

رپوټونه وايي چې د دغو بدلونونو وړاندیز د محافظه کارو ښونکو د اتحادیې لخوا شوی و چې حکومت سره نژدې اړیکي لري او حکومت استدلال کوي چې دا ټول بدلونونه په عام ډول تربحث لاندې نیول شوي او په هکله یې سلا مشوره شوې ده.

په ترکیه کې د حکومت سیکیولر مخالفین وايي ښاغلی اردوګان او حاکم ګوند هڅه کوي هېواد له خپلو بنسټیزو ارزښتونو لیرې بوځي او ټولنه لا نوره اسلامي او محافظه کاره کړي.

ښاغلي اردوګان له وړاندې څو ځلي ویلي چې غواړي یو مومن او متقي نسل وروزي او د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموس یو وخت ویلي وو چې د تکامل نظریه زړه شوې ده.

د اسلام دین وايي چې خدای د هرڅه خالق (پیداکوونکی) دی، ادم لومړی سړی و چې له خټو جوړ شو او حوا د هغه له پوښتیو څخه جوړه شوه. د تکامل نظریه په مذهبي کړیو کې څوک نه مني.

فیرای ایتکین ایدوان استدلال کوي چې "نه یواځې د بیالوژۍ، بلکې په ټولو ټولګیو کې به مذهبي سبقونه ویل کېږي. دا نوی تعلیمي نصاب به زموږ زده کونکو او د هېواد راتلونکي لپاره ډېرې زیان رسونکې پايلې ولري،"

هغه وايي "ترکیه له سره جوړېږي. دا یو ګواښ دی. زموږ ښونکي به په سړکونو او ټولګیو کې په اعتراضونو لاس پورې کړي، حکومت چې هرڅه کوي خو زموږ ښونکي به د سیکیولر او ساینسي ارزښتونو پر بنسټ د زده کونکو زده کړې ته دوام ورکړي."