BBC
 شاته

د پښتونخوا د خماريانو موسيقي

د پښتو خماريان ساز ډله وايي د دوی د موسيقۍ هنر د توندلارۍ پر وړاندې داسې دی لکه د اور پر وړاندې چې اوبه وي او د دوی يوازې شته والی د مقاومت يوه بڼه ښيي.

خماريان ډله کې څلور هنرمندان دی، فرحان، پسرلی، شيراز او عامر خان، چې دې موسيقۍ ډله کې له رباب او ګيتار غږولو نيولې تر تبلې وهلو پورې، بېلابېل رولونه لري.

دوی بي بي سي ته راغلي وو او د خپلې موسيقۍ کيسه يې راته کوله.